چاريکار (پژواک، ٣ وږی ٩٨): د پروان پولیس د طالبانو ډلې د یوه غړي، نامسووله وسله والو او پر اخلاقي فساد د دوو تورنو په ګډون د یوولس کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد سلیم نوري وویل چې د ددغه ولایت پولیسو تېره شپه د بګرام ولسوالۍ د قورقچي په کلي کې اووه شکمن کسان له دوه میل کلاشینکوف او یو شمېر نورو نظامي تجهیزاتو سره یو ځای نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه، یو بل کس چې د دغه ولایت د مرکز اړوند تتمدره کلي کې د جبل سراج ولسوالۍ د اوسېدونکي په وژلو تورن دی هم نیول شوی دی.
د نوموړي په خبره، د طالبانو د ډلې یو غړی په خلازیي کلي او دوه نور کسان د دغه ولایت په مرکز کې د اخلاقي فساد په تور نیول شوی دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن