ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې ۱۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

زابل کې ۱۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
25 Aug 2019 - 11:45
زابل کې ۱۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
25 Aug 2019 - 11:45

کلات (پژواک، ٣ وږى ٩٨): د زابل په مرکز کلات ښار کې د يوې نښتې پر مهال ١٤ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کلات ښار د سپين غبرګې پر پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې ٨ پوليس وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

سيال د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې پوستې ته يې سقوط ورکړى او زياتوي چې امنيه قوماندان په خپله سيمې ته تللى دى.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې پوسته يې سقوط کړې او ١٥ پوليس يې وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.