کندهار (پژواک، ۳ وږی ۹۸): چارواکي وايي، پاکستاني لوري له کوم لامل پرته د ماسپښین له درېیو بجو راهیسې د سپين بولدک- چمن لاره تړلې ده.
په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو کمیسار محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته ومنله چې دغه لاره له تېرو درېیو ساعتونو راهیسې پاکستاني ځواکونو تړلې او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
نوموړي وویل، نه پوهېږي پاکستاني لوري ولې دغه لار تړلې ده؟
د سپين بولدک یوه اوسېدونکي عبدالشکور هم پژواک ته وویل چې له درېیو بجو راهیسې لار تړلې ده او دواړو لورو ته په زرګونو خلک بند پاتې دي.
دی هم وايي چې د لارې بندېدو لامل معلوم نه دی، خو لاره پاکستاني لوري تړلې ده.
دغه لاره داسې مهال تړل کېږي چې په کندهار کې د انګورو او نورو مېوو د حاصلاتو ټولولو موسم دی او له دې لارې پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.
د دې تر څنګ هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زره کسان پر دې لار تګ راتګ کوي چې کورونه یې د کرښې په هغې غاړې چمن کې دي او کاروبار د کرښې دې غاړې د سپین بولدک په بازار کې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن