کندهار (پژواک، ۴ وږی ۹۸): د مالیې وزارت چارواکي وايي، له دې وروسته به لوی مالیه ورکوونکي شرکتونه د برېښنايي سیستم له لارې مالیه ورکوي.
په دې اړه نن د مالیې وزارت اړوند د لویو مالیه ورکوونکو برخې مسوول نېک محمد محبي او د پالیسۍ برخې د مسوول نصرالله دراني په مشرۍ یوه پلاوي کندهار ته سفر وکړ او له والي حیات الله حیات او مستوفي احسان الله نوري سره یې ولیدل.
محبي وویل، د مالیې وزارت د نوې کړنلارې له مخې هغه شرکتونه چې د مالیې ورکونې دورانیه یې له ۱۵۰ میلیونه افغانيو اوړي، په الکترونیکي بڼه خپله مالیه ورکوي او خپل حسابونه به تصفیه کوي.
هغه د دې کړنلارې په اړه والي او مستوفي ته معلومات ورکړل او ویې ویل، په دې توګه د مالیې ورکولو پروسه اسانه کېږي، په کارونو او چارو کې چټکتیا راځي او د فساد مخنیوی کېږي.
د ده په خبره، په دې توګه به په مالیه ورکولو کې روڼتیا رامنځته شي او د دولت د عوایدو کچه هم لوړېږي.
د کندهار والي حیات الله حیات د مالیې ورکونې د نوې تګلارې هرکلی وکړ او ویې ویل، د دې کړنلارې په ښې پلي کېدا سره به د فساد او له عوایدو د تېښتې مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه، ولایتي ادارې له قانون سره سم په پوره روڼتیا د عوایدو راټولولو هڅې پیل کړې او په دې برخه کې یې له فساد سره مبارزه پیل کړې ده.
ده یادونه وکړه چې د عوایدو په برخه کې د روڼتیا او فساد د مخنیوي په موخه به ټولې هغه پرېکړې عملي کوي چې مرکزي دولت یې غوښتنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن