ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین په بلخ کې د ۳۷ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي مسوولین په بلخ کې د ۳۷ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
26 Aug 2019 - 14:11
امنیتي مسوولین په بلخ کې د ۳۷ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
26 Aug 2019 - 14:11

مزارشريف (پژواک، ۴ وږی ۹۸): په بلخ  کې افغان امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبانو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد حنيف رضايي د وږي په ۴مه پژواک ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د بلخ په شولګر او چهاربولک ولسواليو کې ۳۷ طالبان وژلي او تر لسو ډېر ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو پر مهال اوښتې دي.

د رضايي په خبره، په يادو عملياتو کې په شولګر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو مرکز په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.

نوموړی وايي چې دمګړی د دغه ولايت په په شولګر، چهاربولک او د بلخ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پوځي عمليات په شدت سره روان دي او بشپړ هوايي ملاتړ هم ورسره دی.

د هغه په وينا، د يادو عملياتو پر مهال يو شمېر سيمې هم له وسله والو پاکې شوې دي.

وسله والو طالبانو بيا د شاهين قول اردو د دې ادعا په تړاو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په ورته مهال بيا وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې تېره ورځ يې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې لسو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېر مازديګر د چمتال ولسوالۍ اړوند په روزګانيانو سيمه کې د افغان ځواکونو پر اکمالاتي کتار بريد وشو چې پايله کې ۷ سرتېري ووژل شول شوي او ۳ نور ټپيان دي.

خو د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول بيا د طالبانو دغه ادعا ردوي.

حنيف رضايي پژواک ته وويل چې په چمتال ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه ټانګ د سړک غاړې ماين چاودنه کړې او په کې دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.