ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولتي مامورین هم په اروزګان کې د کمپاین د لومړۍ غونډې ګډونوال وو

دولتي مامورین هم په اروزګان کې د کمپاین د لومړۍ غونډې ګډونوال وو

author avatar
26 Aug 2019 - 15:00
دولتي مامورین هم په اروزګان کې د کمپاین د لومړۍ غونډې ګډونوال وو
author avatar
26 Aug 2019 - 15:00

ترينکوټ (پژواک، ۴ وږى ۹۸): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د دولت جوړونې ټاکنيز ټيم په کمپايني غونډه کې د نورو ګډوالو تر څنګ د يو شمېر رييسانو په ګډون ګڼ دولتي مامورينو هم برخه اخيستې وه.

دغه ټاکنيزه کمپايني غونډه تېره ورځ  په مرکز ترینکوټ ښار کې د اشرف غني په ملاتړ جوړه شوې وه چې برخوالو یې په راتلونکو ټاکنو کې له ياد ټیم څخه د ملاتړ ژمنه وکړه.

په غونډه کې د دغه ولایت د مخورو، قومي مشرانو، کلیوالي ملکانو او عامو کسانو تر څنګ دولتي مامورينو هم برخه اخیستې وه.

پژواک ته ترلاسه شوو ويډيوګانو او عکسونو کې ښکاري چې په دې غونډه کې د ولايت مقام مالي او ادارې رييس او د دې ادارې يو مامور، د ولایت مقام د بشري سرچينو ریاست د سوانحو امر، د پېښو پر وړاندې د مبارزي، مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ، پوهنې او ارشاد حج اوقاف ریاستونو مامورينو او د ښوونځیو لسګونو زده کوونکو هم برخه اخیستې وه.

د دې غونډې يوخ ګډونوال چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غونډې ټولې تخنيکي چارې د ولايت مقام له خوا پر مخ وړل کېدې.

دغه سرچینه وايي، تېره ورځ يوه وينا وال وويل: (( زه د دولت د یو مامور په توګه له تاسو غواړم چې اشرف غني ته رایه ورکړئ.))

د سرچينې په وينا، په غونډه کې ناستو نورو دولتي مامورینو هم د اشرف غني په ملاتړ شعارونه ورکول او خلک یې د دولت جوړونې ټيم ملاتړ ته رابلل.

د اروزګان يوه مدني فعال حکمت الله هلال پژواک ته وویل، د دغه ولایت زیات شمېر دولتي رييسان او مامورین د خپلو دندو پر ځاى په روانو ټاکنیزو کمپاینونو کې بوخت دي.

هغه زياته کړه، دولتي رييسان او مامورین نه يوازې له قانون څخه سرغړونه کوي، بلکې ادارو ته ورغلي مراجعین هم په ورځو ورځو د هغوی انتظار باسي او کارونه یې پر وخت نه اجرا کېږي.

د اروزګان ولایتي شورا غړي هم په رسمي ساعتونو کې د دولتي مامورینو او رییسانو ګډون په ټاکنیزو غونډو کې د قانون خلاف بولي او پر مخنیوي یې ټینګار کوي.

د ولایتي شورا مرستیال محمد کریم کریمي پژواک ته وویل، نه يوازې د اداري اصلاحات له خوا موده مخکې ټول دولتي مامورین په ټاکنیزو کمپاینونو کې له ګډون څخه منعه شوي، بلکې د دوى د کمپاينونو له امله مراجعين له ستونزو سره مخ شوي.

کريمي وغوښتل چې له سرغړوونکو سره دې قانوني چلند وشي، څو پاتي نورو ته عبرت شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.