ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سعودي دارالافتاء: ترهګري غندو او پر ضد يې فتوا ته چمتو یو

د سعودي دارالافتاء: ترهګري غندو او پر ضد يې فتوا ته چمتو یو

author avatar
26 Aug 2019 - 14:05
د سعودي دارالافتاء: ترهګري غندو او پر ضد يې فتوا ته چمتو یو
author avatar
26 Aug 2019 - 14:05

 

کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٨): د سعودي عربستان د علماوو شورا او دارالافتا‌ء غړى شيخ سعد الشتري وايي چې د اسلام مبارک دین د ارشاداتو پر اساس ترهګريز بریدونه د غندنې وړ دي او چمتو دي چې پر ضد يې فتوا ورکړي.

له ارګه د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني سعودي عربستان ته د سفر پر مهال پرون په جدې ښار کې د سعودي عربستان د پاچا له سلاکار، د علماوو له پلاوي او دارالافتا له غړي شيخ سعدالشتري سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې شیخ سعدالشتري وویل، له افراطیت او ترهګرۍ سره باید کلکه مبارزه وشي او په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین زموږ یوازېنۍ هیله ده او د افغانستان خلک ورسره همغږي دي.

نوموړي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان د خلکو سرښندنې او اتلولۍ د قدر وړ وبللې او وې ویل، د اسلام مبارک دین د ارشاداتو پر اساس ترهګريز بریدونه د غندنې وړ دي او چمتو دي چې پر ضد يې فتوا ورکړو.

ولسمشر غني له شیخ سعدالشتري په مننې د علماوو ارزښتناک رول ته په اشارې وویل، د ترهګرۍ ضد مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د اسلامي هېوادونو د علماوو واحد دریځ او ملاتړ د ارزښت وړ دی.

هغه په ټینګار سره وویل، د ترهګرۍ د ګواښونو د دفعه کولو په خاطر باید د افغانستان علماء  د اسلامي هېوادونو له علماوو سره ګډه همکاري او همغږي رامنځته کړي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د افغان دیني علماوو رول په بېلابېلو برخو کې محسوس دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.