ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فريادي: د سولې لپاره چمتو یم له سندرو لاس واخلم

فريادي: د سولې لپاره چمتو یم له سندرو لاس واخلم

author avatar
26 Aug 2019 - 09:31
فريادي: د سولې لپاره چمتو یم له سندرو لاس واخلم
author avatar
26 Aug 2019 - 09:31

خوست ښار (پژواک، ۴ وږی ۹۸): په خوست کې د سيمه ييزې موسيقۍ يو سندرغاړی وايي که د موسيقۍ په بندېدو او د سندرو په نه ويلو سره سوله راځي، چمتو دی چې دغه کار ترسره کړي.

۳۳ کلن رحيم جان فريادي د خوست د سیمه ییزې موسيقۍ يو له هغو سندرغاړو دی چې له تېرو شلو کلونو راهيسې د ودونو، مېلو او خوښیو په نورو محفلونو کې سندرې وايي.

هغه چې له پژواک خبري اژانس سره یې خبرې کولې، وويل تل يې هڅه دا وي چې د خپل هنر له لارې خلکو ته د سولې، ورورولۍ او د هېواد جوړونې پيغام ورسوي او دغه کار يې کړی هم دی.

فرياي وايي: ((د يوه هېواد ولسمشر چې څومره شناخت په خلکو کې لري، همدومره يې هنرمند لري، کله چې سندرغاړی د سولې يوه سندره وکړي او له ټلوېزيونونو نشر شي او خلک يې واوري، نو ډېر اغېز لري او خلک سولې ته رابللی شي.))

نوموړی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له روانو خبرو هم بې خبره نه دی پاتې شوی او وايي هر وخت يې تعقيبوي.

ده پژواک اژانس ته وويل، پوهېږي چې طالبان له موسيقۍ سره چندان لېوالتیا نه لري او که چېرې دوی دا د سولې په مخ کې خنډ بولي، تيار دی چې له خپل دغه مسلکه لاس واخلي.

دی زياتوي: ((موسيقي که په دې پسې تړاو ولري چې طالبان يې بده ومني، زه دا کسب پرېږدم، که سوله وشي، جنګ کرار شي او زما دا سندرې د سولې خنډ وي، زه دا خپلې سندرې پرېږدم، دغسې بايد هر هنرمند خپل کار پرېږدي چې دوی پرې خوشحالېږي، هغه کار کوو چې جنګ ختم شي، سوله وشي، دا غواړو، نور هېڅ نه غواړو.))

د محلي موسيقۍ دغه سندرغاړی رحيم جان فريادي زياتوي، په هېواد کې روانو جګړو خلک ډېر وځورول، د دې لپاره چې دغه جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي او سوله قايمه شي، خلک بايد يو او بل ته د سولې پيغام ورسوي.

هغه زياته کړه: ((زموږ خو دا هيله ده چې وطن کې مو ارامي راشي، ډېر دردېدلي يو، هر وګړی له جنګه ستړی دی، زه خپله ستړی يم، دغه جنګ کې مو ډېرې قربانۍ ورکړې دي، درې مې وروڼه او خپله پښه مې له لاسه ورکړه او د جنګ له امله رانه اوس هم خپل کلی پاتې دی.))

رحيم جان همدا ډول له پژواک اژانس سره خبرو کې د محلي موسيقۍ د شته حالت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وايي، په اوس وخت کې د محلي موسيقۍ ځای ورو ورو غربي موسيقي نيسي او وايي که چېرې دا حالت همداسې دوام وکړي، ښايي په راتلونکو څو کلونو کې محلي موسيقي بېخي د خلکو له نظره وغورځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.