جلال اباد (پژواک، ۴ وږی ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې او وسله وال بريد له امله د دوو پوليسو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، چاودنه تېره شپه او وسله وال بريد نن سهار ترسره شوی دی.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند مبارز اتل د وږي په ۴مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند چهل متره سړک سيمه کې يو وسله وال کس پر يو پوليس ډزې کړې دي.
دی وايي، ياد پوليس ځای پر ځای وژل شوی او وسله وال له سيمې په تېښته بريالی شوی خو د نيولو هڅې يې روانې دي.
د پېښې يو عيني شاهد پژواک ته د نوم نه څرګندولو په شرط وويل چې وسله وال په ريکشا کې سپور و، پر پوليسو تر ډزو وروسته بېرته په هماغه ريکشا کې تښتېدلی دی.
د قوماندانۍ وياند تاييد کړه چې تېره شپه نږدې نهه بجې د جلال اباد ښار اړوند درېيمې ناحيې مربوطاتو کې هم د سړک د منځ په ګلدان کې د ځای پرځای شوي ماين چاودنه شوې وه.
هغه وويل، په دې چاودنه کې يو پوليس او درې ملکي وګړي برسېرن ټپيان شوي دي.
د بلال په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې چاودنه د پاکستان قونسلګرۍ ته څېرمه د مراجعينو له انتظار ځای سره نږدې شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل هم وايي، د پېښې له ځايه ورته څلور ټپيان ور وړل شوي دي.
د دغو دواړو پېښو مسووليت تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن