ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پښتانه ترهګر نه دي، بلکې ترهګري پرې تپل شوې ده

پښتانه ترهګر نه دي، بلکې ترهګري پرې تپل شوې ده

author avatar
26 Aug 2019 - 14:49
پښتانه ترهګر نه دي، بلکې ترهګري پرې تپل شوې ده
author avatar
26 Aug 2019 - 14:49

خوست ښار (پژواک، ۴ وږی ۹۸): د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتانه مشران وايي چې دوى نه ترهګر دي او نه د ترهګرو ملاتړي، بلکې ترهګري پر زور پرې تپل شوې ده.

هغوی چې نن (د وږي ۴مه) په خوست کې يوې ولسي غونډې ته خبرې کولې، له نړيوالې ټولنې یې وغوښتل چې د کرښې دواړو غاړو ته له مېشت پښتون قوم سره روان تاوتريخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

په ديني او فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د مجاهدينو د سراسري شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ چې دې غونډې ته يې خبرې کولې وويل، پښتون قوم نور د دغه حالت د زغملو توان نه لري.

هغه وايي، له تېرو ۱۸ کلونو راهيسې د کرښې د دواړو غاړو پښتانه د دې پر ځای چې پاملرنه ورته وشي، په بېلابېلو نومونو وژل کېږي، ځورول کېږي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

ځدراڼ وايي: ((دا اوس که زموږ په نظام کې او یا د نظام مخالفين دي، يواځې پښتون وژل کېږي، پښتون زندان ته اچول کېږي، د پښتون سرمايه ختمېږي، کلتور او قومي جوړښتونه يې ختمېږي، خو د چا له لاسه، هم د حکومت مشر پښتون، هم مو د طالب مشر پښتون، دواره پښتانه دي، هم د پاکستان لومړى او هم د افغانستان ولسمشر پښتون، مګر بيا هم پښتون هره ورځ وژل کېږي.))

په دې غونډه کې د شمالي وزيرستان د کډوالو يوه مشر ډاکټر حيات محسود بيا د افغانستان او پاکستان پر حکومتونو غږ وکړ چې له پښتون قوم سره د روان زور زياتي مخه دې ونيسي.

نوموړي د دې تر څنګ له نړيوالې ټولنې دا هم وغوښتل چې د پښتنو په سيمو کې دې خپله پيل کړې دا نيابتي جګړه ختمه کړي.

هغه زياتوي: ((زه پر دې دواړو دولتونو او نړيوالو دا هم غږ کوم چې دا لوبه بس کړه، زموږ د پښتنو په خاوره کې نيابتي جګړه مه کوه، دښمني دې له چا سره او په جنجال دې زه اخته کړی يم. که لاندې پاکستاني ځواکونو سره په جنګ اخته دی، پښتون دی، که طالب دی پښتون دی، که په ملي اردو کې دی پښتون دی، نو نقصان خو يې ماته رسېږي.))

د شرف الدين په نوم د يادې غونډې بل ګډونوال په خپلو خبرو کې وويل چې پښتون قوم اوس خپل دښمن پېژندلی او نور به اجازه ورنه کړي چې د دوی پر سر څوک معاملې وکړي.

دی زياتوي: ((موږ به هېڅکله هم وطن خرځوونکو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ سرنوشت دوی وټاکي، لر او بر پښتانه سره وروڼه دي او د دې لوی قوم د يووالي په خاطر هر ډول قربانۍ ته چمتو يو.))

د دې ترڅنګ د دې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو بيا پر افغان ولسمشر محمداشرف غني غږ وکړ چې سولې ته دې لومړيتوب ورکړي؛ ځکه دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

يوه قومي مشر حاجي مارک ځدراڼ غونډې ته وويل که چېرې ولسمشر د سولې په برخه کې شته فرصت له لاسه ورکړي، نو دا به د هېواد لپاره پر ډېر لوی زيان تمام شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.