جلال اباد (پژواک، ۴ وږی ۹۸): د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ اړوند د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۴مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا لس بجې او دېرش دقيقې د مومنددرې ولسوالۍ اړوند په غزګي سيمه کې د جلال اباد- تورخم پر لاره د کرولا او هایلکس موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.
دی وايي چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
هغه زیاتوی چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، کرولا موټر تورخم او هایلکس جلال اباد ته پر لاره وو چې ياده پېښه رامنځته شوه.
دی زياتوي، د دې پېښې له امله په کرولا موټر کې د يوې مېرمنې او موټر چلوونکي په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
خوږياڼي وويل، همدا راز په هایلکس ډوله موټر کې د موټر چلوونکي په ګډون درې کسان ټپيان شوي چې د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د والي وياند وايي، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن