ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پیر سید حامد ګيلاني:  د باعزته سولې غوښتونکي يو

پیر سید حامد ګيلاني: د باعزته سولې غوښتونکي يو

author avatar
27 Aug 2019 - 14:24
پیر سید حامد ګيلاني:  د باعزته سولې غوښتونکي يو
author avatar
27 Aug 2019 - 14:24

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٨) : د محاذ  ملي اسلامي افغانستان ګوند مشر وايي  چې د ټاکنو او سولې تر منځ ورته د سولې پروسه لومړیتوب لري او ټوله هڅه یې ددې بهیر کامیابول دي.

پیر سید حامد ګيلاني پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دوى د هغې سولې ملاتړي دي چې له امله يې په هېواد کې د تل لپاره وينه تويېدنه بنده شي او نور يو افغان بل افغان ته د ټوپک خوله ونه نيسي.

نوموړي زياته کړه، دوى باعزته سوله غواړي چې ټولو افغانانوته د منلو وړ وي او د افغانستان ملي، اسلامي او عامې ګټې په کې خوندي وي.

د محاذ مشر وايي، اوس مهال سوله لومړيتوب لري او دوى شپه او ورځ د تل پاتې سولې د ټينګښت لپاره کار کوي او په دې برخه کې زيار باسي.

هغه وويل ، د روان کړکیچ اصلی قربانیان بې ګناه او مظلوم افغانان دي، ترڅو چې سوله نه وي راغلي او د هراړخیز ثبات لپاره زمینه نه وي برابره شوي افغانان سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ نه شي کولی، اما د سولې او ثبات په شتون کې به د افغان مظلوم ولس د سوکالۍ تنده ماته شي او له بلي خوا به رڼې او سرتاسري ټاکنې ښې تر سره شي چې پايله به یې هر افغان ته د منلو وړ وي.

ګيلاني زياتوي، اوس ددې وخت راغلى چې ټول افغانان په ځانګړې توګه هغه څوک چې په دې برخه کې څه کولى شي د خپل هېواد د امن او د خلکو د هوساينې لپاره کار وکړي، خپلې شخصي ګټې يوې خواته کړي او ملي ګټو او دايمي امن ته ارزښت ورکړي.

د محاذ ګوند مشر وويل چې دى د سولې ټينګښت ته ورځ تر بلې هيله من دى او د سولې روان بهير د پرمختګ او مثبتې پايلې درلودو لوري ته نږدې شوى دى.

د نوموړي په خبره ، اوس دده او د ګوند د ټولو غړيو تمرکز يې د تل پاتې او باعزته سولې د ټينګښت پر هڅو دى چې دا د ځورېدلو افغانانو هميشنى ارمان دى.

د پیرسیدحامد ګيلاني په خبره، چې د قطر خبرې به د بين الافغاني مذاکراتو تر سره کېدو ته ډېرې اغېزمنې تمامې شي او زمينه به مساعده کړي چې افغانان د خپل راتلوونکي لپاره بيا غوره او دقيقې پرېکړې وکړي.

هغه زياته کړه چې اوس د افغانستان د سولې لپاره ښکېل افغاني اړخونه ، سياسيون ، نړيواله ټولنه، د سيمې او ګاونډي هېوادونه ټول همنظره شوي او ټول غواړي چې دلته دې  سوله ټينګه شي ، چې همدې کار په داسې يوه جګړه ځپلي هېواد کې د سولې د ټينګښت بهير تر ډېره ګړندى او اسانه کړى.

ګيلاني وويل چې د سولې د ټينګښت په برخه کې دى  او دده کورنۍ هر ډول منډو ترړو ته چمتو دي او په دې برخه کې کړي کارونو ورته يو ډول سکون بښلى دى.

ده وويل چې دى ډېر هيله من دى چې نور به له خيره پر افغانانو د کړاو  دا اوږده سلسله پاى ومومي او د سولې په ټينګښت سره به په امن کې ژوند وکړي.

هغه په ټولو افغانانو په ځانګړې توګه په سوله کې پر ښکېلو لوريو غږ  وکړ چې دغه پروسه لکه څنګه يې چې افغانان غواړي او خير يې په کې وي په همغه ډول برياليتوب ته ورسوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.