د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ايټاليا د ننګرهار د زيتونو فابريکې ته نوي عصري ماشينونه ورکړل

ايټاليا د ننګرهار د زيتونو فابريکې ته نوي عصري ماشينونه ورکړل

Aug 27, 2019 - 16:44

جلال اباد (پژواک، ۵ وږی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، ايټاليا هېواد په دغه ولايت کې د زيتونو د پروسس د سترې فابريکې د بيارغونې او ماشينرۍ د نوي والي برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دوی وايي، په همدې موخه يو شمېر عصري ماشينونه دغې فابريکې ته له ايټاليا انتقال شوي چې ډېر ژر به يې د فعاليدو چارې هم پيل شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۵مه پژواک اژانس ته وويل،د ننګرهار کانال اړوند زیتونو فابریکې لپاره له ایټالیا هېواد څخه د زیتونو د تولید د  معیاري او ښه کیفیت په موخه عصري ماشینونه یادې فابریکې ته را ولېږدول شول.

دی زياتوي چې د دغو ماشينونو په نصبولو او فعالولو سره به د زیتونو د تېل  او اچارو د تولید په برخه کې چټکټیا او مؤثر کیفیت باندې مثبت اغېز وکړي.

هغه همدار از زیاته کړه، له یادو ماشینونو څخه په ګټې اخیستنې به نړیوال مارکېټ کې د ننګرهار د زیتونو تولیداتو ته د رقابتي بازار موندنې زمینه هم برابره شي.

د ننګرهار کانال کرنيز شرکت رييس پرويز علي هم پژواک سره خبرو کې وويل، ماشينونه پرون دغې فابريکې ته رارسېدلي او په همدې اوونۍ کې به يې د نصبولو چارې هم پيل شي.

دی زياتوي، څرګنده نه ده چې په دغو ماشينونو به څومره لګښت راځي، خو کله چې يې شاوخوا يوه مياشت وروسته کارونه بشپړ شي او ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي؛ نو له لګښتونو سربېره به يې په اړه نور معلومات هم دوی ته په لاس ورکړل شي.

دی هيله مند دی چې د دغو ماشينونو په نصبولو سره به د ننګرهار زيتونو د تېلو او اچارو توليدات نړيوال بازار پيدا کړي چې ورسره به د دغې فابريکې عوايد هم لوړ شي.

نوموړی وايي، د توليداتو پر زياتوالي سربېره به د دغو ماشينونو له نصب سره يو شمېر نورو کسانو ته هم د کار زمينه برابره شي.

هغه وايي، له یادو ماشینونو څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه به ډېر ژر د کانال ادارې اړوند تخنیکي ډلې ته عملي او نظري زده کړې ورکړل شي .

د ننګرهار د زيتونو د تولید او پروسس فابريکه چې په ۱۳۶۲ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له لوري رغول شوې د دغه ولايت د کانال د زيتونو له باغونو يې د تېلو او اچارو توليد کاوه، چې د هېواد سربېره يې ګڼو بهرنيو هېوادونو کې هم بازار موندلی و.

دغې فابريکې د پيل پرمهال ۱۰۵۰ مامورين او ګارګر درلودل؛ خو اوس دغه کچه يوازې شپېتو تنو ته راټيټه شوې ده.

د زيتونو د توليد د فابريکې له جوړېدو څخه له ۳۵ زيات کلونه تېريږي؛ خو تر اوسه افغان حکومت دغې فابريکې ته بيا هغه شان پاملرنه نه ده کړې، چې کلونه وړاندې يې د حاصلاتو د ډېروالي برخې ته شوې وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan