د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وروستۍ جګړې د بلخ د پوهنې پر بهير ناوړه اغېزه کړې

وروستۍ جګړې د بلخ د پوهنې پر بهير ناوړه اغېزه کړې

Aug 27, 2019 - 15:50

مزارشريف ( پژواک، ۵وږی ۹۸) : په بلخ کې د يو شمېر ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي وايي، چې د وروستيو جګړو له امله ښوونځيو ته د تلونکو زده کوونکو شمېر کې کموالی راغلی دی.

دوی زياتوي، دغه ولايت کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې جګړو زور اخيستی، چې له امله يې دغې چارې پر تعليمي سيستم هم ناوړه اغېزه کړې ده.

د بلخ ولايتي شورا هم په دې تړاو اندېښمنه ده او وايي، چې د روان وضعيت په دوام سره به لا ډېر ماشومان له زده کړو څخه بې برخې پاتې شي.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې د بلخ ولايت په شاوخوا نهه ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي، چې له امله يې په ځينو سيمو کې تعليمي سيستم ته هم زيان اوښتی دی.

چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شورتېپه، بلخ، شولګر، چارکنت، زارع او نهرشاهي هغه ولسوالۍ دي، چې نږدې هره ورځ ترې د جنګ او پېښو راپورونه خپرېږي.

د بلخ ولسوالۍ د سالارزو ښوونځي ښوونکي وحيد ګل زهير پژواک ته وويل، چې بلخ ولايت کې روانو نا امنيو، ښوونځيو ته د زده کوونکو پر تګ راتګ منفي اغېز کړی دی.

هغه خپل ښوونځی د بېلګې په ډول يادوي او وايي، چې په تېره يوه مياشت کې يې ۵۰ فيصده شاګردان کم شوي دي.

د زهير په خبره، په کومو ورځو کې چې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې وي؛ نو ښوونځي رخصت وي.

د هغه په خبره، وضعيت دومره کړکېچن شوی، چې په کومه ورځ جګړه هم نه وي؛ نو ډېری زده کوونکي درسونو ته نه حاضرېږي.

د سالارزو کلي دغه ښوونکي وويل: (( د جنګ په ورځو کې خو ښوونځي داسې وي لکه رخصت؛ خو په کومه ورځ چې نسبتا امنيت ښه وي او زده کوونکي ښوونځي ته راغلي هم وي؛ نو ټول فکر او هوش يې دې کې وي، چې اوس به جګړه وشي او دوی ته به زيان ورسېږي)).

نوموړی د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د جګړې پر مهال دې د ټولګټو بنسټونو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د چمتال ولسوالۍ د مرکزي چمتال لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي عين الله پژواک ته وويل، چې نوموړی په تېره يوه اوونۍ کې يواځې دوه ورځې ښوونځي ته تللی دی.

هغه زياته کړه، چې هره ورځ يې په سيمه کې جګړه وي او روان وضعيت دوی ته اجازه نه ورکوي، چې ښوونځي ته لاړ شي.

د ښوونحي دغه زده کوونکي دا هم وويل، چې د جګړې په زياتېدو سره يې د مکتب ډېری زده کوونکي درسونو ته نه حاضرېږي.

نوموړى وايي: (( هره ورځ جنګ وي، په لارو کې ماينونه ايښودل شوي او له پاسه د هاوانونو انداختونه کېږي، پلار او مور اجازه نه راکوي، چې مکتب ته لاړ شوو، راته وايي چې په جنګ کې ګير پاتې کېږئ)).

دغه ماشوم وايي، د راتلونکي لپاره ډېرې هيلې لري؛ خو جګړه يې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

په ورته مهال د زده کوونکو تر څنګ يو شمېر ښوونکي هم د جګړو له وېرې ډېری وخت خپلو درسونو ته نه حاضرېږي.

د چمتال ولسوالۍ د ابوالمعشر بلخي لېسې يوه ښوونکي، چې په مستعار نوم حميد الله يې پژواک سره خبرې وکړې وايي، چې په تېره يوه اوونۍ کې ښوونځي ته نه دی تللی او مزارشريف ښار کې اوسېږي.

نوموړي وويل، چې ابوالمعشر لېسه د چمتال ولسوالۍ د ودانۍ په ۳ کېلومترۍ کې پرته ده، چې نږدې هره ورځ په ياده سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه وي.

دغه ښوونکی وايي، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په ياده سيمه کې جګړو زور اخيستی؛ نو ځکه زده کوونکي او ښوونکي زده کړو ته نه شي حاضرېدلی.

هغه زياتوي، وسله والو طالبانو د ښوونځي شاوخوا لارو کې د امنيتي ګزمو د تګ راتګ مخنيوي په موخه ماينونه ايښي، چې له امله يې ښوونځيو ته د زده کوونکو او ښوونکو د ورتګ برخه کې هم ستونزې جوړې شوي.

د نوموړي په وينا، که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو له يوې خوا به تعليمي کال نيمګړی پاتې شي او له بل پلوه  به زيات شمېر ماشومان د زده کړو له حقوقو څخه محروم پاتې شي.

حميدالله زياتوي، چې د بلخ د پوهنې رياست هم په دې تړاو تر اوسه پرېکنده ګامونه نه دي اخيستي، چې لږ تر لږه دولتي ځواکونه او وسله والو مخالفينو سره خبرې وکړي؛ څو ښوونځيو او درسي بهير ته له زيان رسولو څخه ډډه وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس هم د ښوونکو او زده کوونکو دغه اندېښنې پر ځای بولي او له اړونده ادارو څخه د ياد مشکل د ژره تر ژره حل کېدو غوښتنه کوي.

افضل حديد پژواک ته وويل، چې دمګړۍ د بلخ ولايت شاوخوا نهه ولسوالۍ له لوړو امنيتي ننګونو سره مخ دي، چې د نورو چارو تر څنګ يې د زده کړو بهير ته هم زيان اوښتی.

هغه زياتوي، چې له يو شمېر سيمو څخه کورنۍ کډه کولو ته مجبوره شوې دي او ورسره يې هغه ماشومان هم له زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي، چې پخوا په مکتبونو کې شامل وو.

حديد وويل، چې حکومت مکلف دی څو افغان ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

د هغه په وينا، اوسني وضعيت ته په کتو ورځ تر بلې بلخ کې د پوهنې بهير ټکنی کېږي او په خبره يې دا وېره هم شته، چې سلګونه زده کوونکي به د زده کړو له نعمت څخه محروم شي.

د بلخ د پوهنې رييس بيا دا موضوع لنډ مهالې بولي.

د پوهنې رييس علي الله اميري پژواک ته وويل، چې بلخ کې د معارف بهير په نورمال ډول روان دی او د زده کړو پر وړاندې د کومې جدي ستونزې راپور دوی ته نه دی رسېدلی.

هغه زياته کړه، چې بلخ کې هېڅ يو ښوونځي هم د امنيتي ګواښونو له امله تړل شوی نه دی او زده کوونکي او ښوونکي هره ورځ خپله حاضري ورکوي.

نوموړي تاييد کړه، چې وروستيو اوونيو کې يو شمېر ولسواليو کې جګړې زياتې شوي چې په وينا يې په لنډ مهاله توګه يې پر ښوونځيو هم ناوړه اغېزه کړې ده.

د بلخ د پوهنې رييس وايي : (( زموږ ټول ښوونځي پرانيستي دي، يواځې په دې وروستيو کې يو شمېر محدودو سيمو کې د جګړو له امله زده کوونکي زده کړو ته نه شي حاضرېدلی، چې دا ستونزه هم لنډ مهاله ده او ژر به حل شي)).

هغه زياته کړه، چې د بلخ پوهنې رياست هڅه کوي؛ څو د ديني علماوو، قومي مشرانو او متنفذينو له لارې د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راولي، چې د زده کړو او معارف بهير ته له زيان رسولو څخه ډډه وکړي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement