د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټرمپ: له افغانستانه د وتلو بېړه نه لرو، نه تر اوسه مهالوېش شته

ټرمپ: له افغانستانه د وتلو بېړه نه لرو، نه تر اوسه مهالوېش شته

Aug 27, 2019 - 10:29

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٨) : د امریکا ولسمر ډونالد ټرمپ ویلي چې اوسمهال له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو لپاره هیڅ ډول مهالوېش نشته.

ټرمپ دغه څرګندونې پرون په فرانسه کې د جي٧ هېوادونو د غونډې په پاى کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې روانو خبرو ته په اشارې سره ویلي: "زماني مهالوېش نشته. هر هغه څه چې دي، بېړه نه لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد، په قطر کې د طالبانو له استازو سره په نهم پړاو مذاکراتو بوخت دی، هغه مذاکرات چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یې د بحث یوه برخه ده.

ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو رول سوله ساتونکی وباله او زياته يې کړه : "په حقیقت کې له هر څه دمخه موږ په افغانستان کې سوله ساتی رول لرو. په لنډه موده کې په دې جګړه کې بریالي کیدای شو، خو موږ نه غواړو ميليونونه کسان ووژنو ".

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې روانې دي او ويل کېږي، چې يوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کې ليکلي چې نن تر غرمې مخکې په لس نیمو بجو به له امریکایي ټيم سره مذاکرات دوام وکړي.

هغه زياته کړې : (( هڅه کوو چې د توافقنامې وروستي ټکي نهایي کړو))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement