ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پېښور کې د افغان دولت د ميليونو ډالرو په ارزښت ځمکه له لاسه وځي”

“پېښور کې د افغان دولت د ميليونو ډالرو په ارزښت ځمکه له لاسه وځي”

author avatar
27 Aug 2019 - 13:46
“پېښور کې د افغان دولت د ميليونو ډالرو په ارزښت ځمکه له لاسه وځي”
author avatar
27 Aug 2019 - 13:46

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٨) : د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د افغان دولت د ملي بانک اړونده د لسګونو ميليونه ډالرو په ارزښت ځمکه له لاسه د وتلو په حال کې ده.

د پېښور ښار د فردوس په سيمه کې د افغان ملي بانک په نوم د افغانستان د دولت اړونده مارکېټ دی چې په درې جریبه ځکمه کې جوړ شوی  دى.

د سيمې د خلکو په وينا، دا ځمکه نږدې پنځوس ميليونه ډالر ارزښت لري او په کې لسګونه دوکانونه خلکو په خپله اباد کړي، خو د ځمکې کرايه  افغان ملي بانک ته ورکوي.

د افغان ملي بانک يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  هټيوال له يوولس سوه کلدارو څخه تر ١٦ سوه کلدارو د مياشتې کرايه ورکوي، که څه هم دا ډېره کمه ده، خو په دې توګه يې ځمکه ساتلې ده.

سرچينه وايي، دا ځمکه د افغان دولت ده، خو ځايي خلکو پرې  دعوه کړې ده.

سرچينې زياته کړه، د لومړي ځل لپاره په ١٩٧١ زېږديز کال کې پرې دعوه شوې وه او په افغانستان کې د جګړو له امله چا ورته پاملرنه نه ده کړې .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ١٩٨٩ کې په لومړنۍ محکمه کې دعوه کوونکي وګټله، بيا يې په ١٩٩٨ په استېناف کې وګتله او په ١٩٩٩ کال کې يې په اسلام اباد کې سترې محکمه کې هم ګټلې ده.

يادې سرچېنې وويل، اوس دغه خلک زور کوي چې دا ځمکه ژر قبضه کوي، خو د بانک ملي د پېښور دفتر مسوولينو مدافع وکيلان نيولي او د پاکستان له سترې محکمې يې غوښتي چې پر دې پرېکړې او دوسيې تجديد نظر وکړي.

د سرچينې په وينا، دا قضيه پر دې شکل نه حل کېږي، بايد د دولتونو په کچه افغانستان او پاکستان پر دې کار وکړي او د پلاوو په کچه پرې کار وشي.

د پاکستان حکومت له خوا افغان قونسلګرۍ ته ددې مارکېټ د خپلولو لپاره يوه اوونۍ وخت ورکړل شوی ، چې که په دې موده کې يې هم غم ونه خوړل شي، نو د تل لپاره به يې له لاسه ووځي او د پاکستان ملکيت به شي .

پژواک هغه مکتوب هم ترلاسه کړى چې په پېښور کې د افغانستان د ملي بانک له خوا داګست مياشتې په لومړيو کې په کابل کې مرکزي بانک ته لېـږل شوى دى.

په دې مکتوب کې راغلي، چې د پاکستان امنيتي مسوولينو څو ورځې مخکې دافغان مارکېټ دوکانداران هم راغوښتي وو او د مارکېټ د تخليې په اړه يې سلا مشورې کوې، د ا فغان ملي بانک يو پلاوى هم ورغلى و، خو هغوى ته يې اجازه ور نه کړه.

سرچينه زياتوي : (( دوکاندارانو ته ويل شوي چې يا ځمکه پرېږدئ او يا يې په مناسبه بيه واخلئ، په حکومت کې به يې کارونه ژر خلاص شي.))

بلخوا ځينې سرچينې وايي چې د افغان مارکېټ دوکاندارانو په يوه ناسته کې پرېکړه کړې، چې دا ځمکه په مناسبه بيه  له هغه چا واخلي چې پر ځمکه يې دعوه کړې او دوسيه يې محکمو کې ګټلې ده.

په پېښور کې مېشت يو تن افغان سوداګر عزيز الله وايي چې افغان قونسلګري او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په دې مسئله کې هېڅ ډول مسووليت نه اخلي او ځان يې ډډې ته کړى دى.

هغه زياته کړه،  هغوى يې پر بانک اړوي او بانک وايي چې د قونسلګرۍ او سفارت له خوا بايد دا قضيه ددولتونو په کچه تعقيب شي.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.

هغه زياته کړه، دا د ملي بانک اړونده موضوع ده، هغوى يې بايد تعقيب کړي.

احمدي وايي، که د ملي بانک مسوولين د پېښور قونسلګرۍ او د اسلام اباد سفارت سره اړيکې ونيسي، نو هغوى به حتماً ورسره همکاري وکړي.

ده وويل : (( که چېرې د بهرنيو چارو وزارت په سمه توګه له دې موضوع څخه په جريان کې شي، نو په وخت به اقدامات وکړي. ))

د افغان ملي بانک د املاکو مدير تاج ګل حقمل پژو اک اژانس ته ياده ستونزه تاييد کړه، خو ويې ويل چې د بهرنيو چارو او د عدليې وزارتونه په جريان کې دي او اقدامات يې پيل کړي دي.

هغه زياته کړه، د افغان سفارت په همکارۍ يې هلته مدافع وکيل نيولى او د پاکستان په ستره محکمه کې يې عريضه کړې، څو دا قضيه له سره وڅېړل شي.

د نوموړي په وينا، په دې اړه يې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان سره ناسته کړې او ولسمشر اشرف غني هم په جريان کې شوى دى.

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.