ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۱۸ کلونو کې د پکتیا د اوو ولسواليو له ښوونځيو یوه نجلۍ هم نه ده فارغه شوې

په تېرو ۱۸ کلونو کې د پکتیا د اوو ولسواليو له ښوونځيو یوه نجلۍ هم نه ده فارغه شوې

author avatar
28 Aug 2019 - 15:17
په تېرو ۱۸ کلونو کې د پکتیا د اوو ولسواليو له ښوونځيو یوه نجلۍ هم نه ده فارغه شوې
author avatar
28 Aug 2019 - 15:17

ګردېز (پژواک، ٦ وږى ٩٨): د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي او اوسېدونکي وايي چې په تېرو ١٨ کلونو کې د دغه ولايت له اووه ولسواليو يوه نجلۍ هم له دوولسم ټولګي نه ده فارغه شوې.

په دغو ولسواليو کې زرمت، ګرده څېړۍ، شواک، وزې ځدراڼ، لجه منګل، احمدخېل او جانيخېل ولسوالۍ شاملې دي.

د دغه کار لامل ناوړه ټولنيز دودونه، ناامني او نجونو ته د زده کړو د مناسبت چاپېريال نه برابروالی ښودل کېږي.

د پکتيا ځيني اوسېدونکي، ولايتي شورا او مدني فعالان دا حالت اندېښمنوونکی بولي او ټينګار کوي چې دولت بايد د خلکو په همکاري د دې لويې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.

د دوی له ډلې مدني فعالې پروانه پکتين د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا ډېره د اندېښنې خبره ده؛ ځکه چې دا د پکتيا له نيمايي ډېره ساحه ده، حتی شايد يواځې د زرمت ولسوالۍ نفوس له ځينو ولايتونو زيات وي.))

د زرمت لويې او ګڼ نفوسه ولسوالۍ اوسېدونکې ناجيه نګاه دا خورا ناوړه حالت يادوي او وايي چې په تېرو شاوخوا دوو لسيزو کې د يادو ولسواليو د نجونو يو بشپړ نسل او د هلکانو يوه اندازه له زده کړو په لرې پاتې کېدو تباه شوي او بايد د راتلونکو نسلونو د تباهۍ مخه ونيول شي.

نګاه پژواک ته وويل: ((د ښه، سوکاله او اباد فکري ژوند لپاره تعليم د ژوند اړتيا ده، خو په ټوله کې تر اوسه د زرمت نجونو ته هېڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی او همدارنګه د نورو شپږو ولسواليو نجونې او مېرمنې هم محرومې پاتې دي او هلته د تعليم په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.))

ځوانانو ته د تعليمي اسانتياوو برابرولو يوه فعال ظاهر شاه حيدري وايي چې د ناوړه ټولنيزو دودونو، ناامنۍ، د ښوونځيو د لرېوالي او نجونو ته د لوړو ټولګيو لپاره د اسانتياوو د نشتوالي له امله لا هم د پکتيا له نيمايي زياتې نجونې او ګڼ د ښوونځي د عمر هلکان له زده کړو لرې پاتې دي.

حيدري د يادو ستونزو راکمول، نجونو او هلکانو ته د زده کړو اسانتياوو برابرول د دولت دنده بولي او وايي: ((ستونزه په څه کې ده؟ ولې نجونو ته مکتبونه نه جوړېږي؟ ولې هغوی ته زمينه نه برابرېږي؟ له ولايتي او مرکزي دولت زموږ جدي غوښتنه دا ده چې د ټولو، په تېره د نجونو تعليم ته جدي پام وکړي.))

همدارنګه د شواک ولسوالۍ يوې اوسېدونکې رحيمې پژواک ته وويل چې دوى يواځې تر شپږم تولګي پورې زده کړې کوي.

هغې زياته کړه: ((له شپږم نه پورته دلته مکتب نشته؛ ځکه کورنۍ خپلې لوڼې نه پرېږدي چې له دې ډېرې زده کړې وکړي، دا يو لوى مشکل دى.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړی محمد رحمن قادري پوهنې رياست پر پراخ فساد او ناغېړي تورنوي او وايي چې د ياد رياست رهبري د چارو د ترسره کولو او کنټرول ظرفيت نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.