مزارشريف (پژواک، ۶ وږی ۹۸): د افغانستان د روڼتيا څار سازمان وايي چې د ښې حکومتولۍ رامنځته کول او له فساد سره مبارزه د پایدارې سولې له ټينګښت سره مرسته کولای شي.
د ياد سازمان اجرايوي رييس سيد اکرام افضلي د وږي په ۶مه په مزارشريف کې د پرانيستې حکومتولۍ د دويم ملي عمل پروګرام مشورتي ورکشاپ کې خبريالانو ته وويل چې د سولې روانې پروسې هغه پايلې به د منلو وړ وي چې د خلکو غوښتنو ته په کې انعکاس ورکړل شوی وي.
افضلي زياته کړه، د سولې مذاکراتو په روانه لړۍ کې بايد د ښې حکومتولۍ رامنځته کول او له فساد سره مبارزه د طرفينو لپاره لومړيتوب ولري.
د هغه په خبره، افغانان تمه لري يوه داسې نظام ته لاسرسی پيدا کړي چې په کې د خلکو غږ واورېدل شي.
نوموړی زياتوي چې په افغانستان به هغه نظام هېڅکله تلپاتې نه وي چې د خلکو غږ او مشارکت د جدي اصل په توګه ونه پېژني.
د افضلي په وينا، هغه دولت او نظام به کامياب وي چې خلکو ته ځواب او حساب ورکول خپل اصل وګڼي.
د روڼتيا د څار سازمان اجرائيوي رييس همدا راز د ښې حکومتولۍ په رامنځته کېدو او له فساد سره د مبارزې برخه کې د اوسني حکومت ژمنې ګټورې وبللې او هيله يې وکړه چې په دې برخه کې د جدي ګامونو پورته کولو وخت دی.
د هغه په خبره، ياد سازمان هڅه کوي چې له فساد سره مبارزه پر يوې ملي پروسې بدله شي او د هغو خلکو غږونه هم واورېدل شي چې ظلم او بې عدالتي ورسره شوې ده.
نوموړی همدا راز وايي چې حکومت بايد د خلکو غوښتنو مطابق له فساد سره د مبارزې پلان جوړ کړي او د عملي کېدو برخه دې يې هم د خلکو په مرسته ګامونه پورته کړي.
په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رييس هم وايي چې د سولې روانه پروسه بايد په افغانستان کې د شته نظام له پياوړي کېدو سره مرسته وکړي.
هغه پژواک ته وويل چې د سولې په نوم روانه پروسه کې بايد د افغانستان ملي ارزښتونه، لاسته راوړنې او اساسي قانون وساتل شي.
د حديد په خبره، روان جنګ پر افغانانو تپل شوی او ګټې يې بهرنيو کړيو ته ور ګرځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن