کابل (پژواک، ۶ وږى ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ به د رايو له نږدې٥٤٠٠ مرکزونو څخه اته سلنه د امنيتي ستونزو له امله تړلي او نږدې ٢٤ سلنه به د لوړې او منځنۍ کچې له ګواښونو سره مخ وي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
د دغو ټاکنو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائیه مشر په ګډون ١٨ کسانو ځانونه نوماند کړي وو، خو د ولسمشرۍ نوماند حنيف اتمر خپل ټاکنيز کمپاين درولى دى.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي نن کابل کې خبري ناسته کې د ټاکنو لپاره د امنيتي پلان له بشپړېدو خبر ورکړ، ويې ويل چې د ټاکنو لپاره ټول ٥٣٧٣ مرکزونه په پام کې نيول شوي وو.
دى وايي چې له يادو مرکزونو به د امنيتي ستونزو له امله ۴۳۱ مرکزونه تړلې وي، ۶۷۴ مرکزونه به له لوړ امنیتي ګواښ او ۹۰۶ نور به د منځنۍ کچې له ګواښ سره مخ وي.
د هغه په وينا چې پاتې نور د رايې مرکزونه به له عادي امنيتي ګواښ سره مخ وي.
خو هغه زياته کړه چې د ګواښونو لپاره امنيتي او دفاعي ځواکونو تدابير نيولي او د هر مرکز لپاره درې امنيتي کمربندونه په پام کې نيول شوي دي.
دى وايي چې تر دوو راتلونکو ورځو به ټولو سيمو ته د ټاکنو د حساسو توکيو لېږد پيل شي.
اندرابي د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې سږ د ٢٠١٤ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په پرتله پر ټاکنيزو بهيرونو بريدونه کم دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن