کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۸) : د طالبانو د مرکچي پلاوي مهم غړی ملا عباس ستانکزی وایي، له امریکا سره تر تړون وروسته به په درېیو میاشتو کې د طالبانو ټول بندیان په درېیو برخو کې خوشې کیږي.
ملا عباس ستانکزي دغه څرګندونې په یوه غږیز پیغام کې کړې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی دی.
نوموړي چې په دې غږیز پیغام کې له چا سره خبرې کوي، خو مخاطب یې نه دی معلوم، وایي، چې ډیر ژر به د طالبانو ټول بندیان خوشې کیږي.
هغه زیاته کړه، چې طالبانو د خپلو بندیانو لیستونه جوړ کړي دي او په درېیو میاشتو کې به ټول بندیان خوشي شي.
ملا عباس وایي، چې د بندیانو د خوشې کولو لپاره کټګورۍ جوړیږي او په درېیو درجو کې به خوشې شي.
نوموړي مخاطب ته ویلي، چې د بندیانو د خوشې کولو په اړه خپلو ټولو ملګرو ته ډاډ ورکړي.
بلخوا طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، چې دطالبانو د بندیانو د کمیسیون مشر ملا ترابي هم قطر ته رسیدلی دی او دبندیانو د لیستونو په اړه یې کار پیل کړی دی.
طالبانو خپلو بندیانو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې د زندان مسوولینو یا څارنوالانو ته د خوشې کولو په موخه پیسې ورنه کړي، ځکه چې ددوی خوشې کول د هغوی صلاحیت نه او د یوه تړون له مخې خوشې کیږي.
سرچینې وایي، چې اوس مهال شاوخوا لس زره او ۴۰۰ طالبان له حکومت او امریکایانو سره په بیلا بیلو برخو کې بندیان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن