د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کانونو په برخه کې اړين اقدام افغانستان د منځنۍ کچې پر عايد لرونکي هېواد بدلولی شي

د کانونو په برخه کې اړين اقدام افغانستان د منځنۍ کچې پر عايد لرونکي هېواد بدلولی شي

Aug 28, 2019 - 09:30

کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۸): د افغانستان کانونو لار نقشه کې راغلي، که په دغه سکتور کې اړين بدلونونه په سم ډول عملي شي، په څو محدودو لسيزو کې به افغانستان د کم عايد لرونکي هېوادونو له کتاره بهر او د منځنۍ کچې پر عايد لرونکي هېواد به بدل شي.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي وويل چې د افغانستان کانونو لار نقشه د اقتصاد عالي شورا له لوري د ۱۳۹۶ کال په غبرګولي مياشت کې تاييد او د ۱۳۹۸ کال د غويي مياشتې په لومړيو کې د کابينې له خوا تصويب شوه.

مطفي د کانونو لار نقشه د هېواد د کانونو سکتور پرمختګ لپاره کیلي وبلله او پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې په دغه سند کې د کانونو په سکتور کې د پانګوالو لپاره اړينې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

هغه زياته کړه چې د يادې لار نقشي په چمتو کولو کې د چارو پوهانو، پوهنتونونو استادانو له نظرونو او ځينو هېوادونو له تجربو استفاده شوې ده.

د هېواد کانونو لار په نقشه کې د افغانستان طبيعي منابعو ته لنډه کتنه شوې او د دې تر څنګ د کانونو سکتور پر وړاندې محدوديتونه، حقوقي چوکاټ، د اړتيا وړ اصلاحات، پر صنعتي او سيمه ييزو بازارونو رامنځته کولو باندې هم بحث شوی دی.

د افغانستان پر طبيعي منابعو ځغلنده کتنه

د کانونو وزارت کښلي چې د افغانستان طبيعي منابعو ارزښت څه باندې درې تريليون امريکايي ډالره اټکل شوی دی خو په شلمه او يوويشتمه پېړۍ کې منابعو ته په بريالي ډول پراختيا نه ده ورکړل شوې.

سرچينې زياته کړه، دا چې د افغانستان طبيعي منابع له اټکلي حالته بهر او پر تثبيت شوو زېرمو ډلبندي شي، په دې برخه کې خيني مطالعات شوي دي.

دغه مطالعات ښيي چې افغانستان د فلزاتو، صنعتي منرالونو او ودانيزو توکو پراخې سرچینې لري، د اوسپنې، مسو، المونيم، قلعي، سُرب او جستو، سرو زرو، سپينو زرو، موليبدنوم، سلفر، شوکاڼي، ګچ ډبرو، کرومايټ او داسې نور کانونه په کې شامل دي.

د لار په نقشه کې د اټکل شوو شمېرو له مخې، د افغانستان د نورو زياتو منرالونو په منځ کې د اټکل په ډول ۲.۲ ميليارده کاني ډبرې، ۱.۳ ميليارده مټريک مرمر ډبرې، دېرش ميليونه مټريک ټنه مس، ۱.۴ مټريک ټنه خاورين نادر منرالونه او ۲۷۰۰ کيلوګرامه سره زر شامل دي.

سرچينې ليکلي چې د منرالونو په لومړنيو مطالعاتو کې ۲۴ د پام وړ سيمې تثبيت شوې دي.

د کانونو او پټروليم وزارت يادونه کړې ده چې يادې سيمې په ډېره کچه توکي لري چې د پانګونې پر وړاندې احتمالي خطرونه يې را کم کړي او داسې سيمې دي چې بايد په لومړي ګام کې داوطلبي ته وړاندې شي.

د کانونو سکتور پر وړاندې محدوديتونه

د هېواد پراخو طبيعي سرچینو ته په کتو، په شلمه او يوويشتمه پېړيو کې د هېواد کانونو پراختيا لپاره لږ پرمختګ شوی دی.

د لار نقشې پر بنسټ، د دغه بهير پر وړاندې پراخ محدوديتونه شتون لري چې تر اوسه پر خپل ځای دي.

د لارې په نقشه کې د صنایعو د استخراجي سکتور پر وړاندې عمده ستونزې ترانسپورټ، د اوبو او انرژۍ، ځکمې، د قانون حاکمیت، امنیت، تدارکات، له پخوا پاتې شوو مسایلو، ټولنیز مشارکت، د ژوند په چاپېریال پورې اړوند موارد او بشري قوه یاد شوي دي.

په دې نقشه کې مصرفي بازارونو ته د درنو فلزاتو او معدني موادو د انتقال لپاره د پراخ ترانسپورټي زېربناوو په برخه کې د اقدامونو ترسره کولو، د پام وړ پانګونې، د کانونو کار د ترسره کولو لپاره د برېښنايي انرژۍ برابرولو د پراخو زېربناوو لرل، له اوبو او په اوبو پورې له اړوند چاپېریالي معیارونو څخه د استفادې د چارو لپاره د روښانه پالیسۍ لرل او د اوږدمهاله پانګونو لپاره کانونو د قانون په برخه کې پر ثبات ټينګار شوی دی.

په یاد سند کې په افغانستان کې د ځمکو پېرلو بهیر د پانګوالو لپاره یوه نامعلومه او پېچلې پروسه بلل شوې خو یادونه شوې چې افغانستان مرتب قانون تصویب کړی او پر ځکمه پورې د ټولو اړوند موضوعاتو په اړه یې د افغانستان د ځمکو خپلواکه اداره جوړه کړې ده.

سرچینې د روڼوالي لپاره د تدارکاتو ادارې له لارې د کانون، نفتو او ګازو د استخراج د تړونونو د مراحلو طی کولو ته په اشاره لیکلي، د غوره امنیت ساتنې لپاره یې مهمې اقتصادي پروژې د امنیت شورا به څلور کلن پلان کې شاملې کړې دي.

د کانونو وزارت «له پخوا څخه د پاتې مسایلو» په اړه لیکلي چې د کانونو کیندنې د تړونونو ډېټابس یې نوی کړی او اوس له حقوقي سیستم څخه په استفاده حقوقي او مالي موضوعات له مخکې ترسره شوو تړونونو سره هواروي.

د لارې په نقشه کې پر ټولنیز مشارکت د ټينګار تر څنګ یادونه شوې چې د کانونونو کیندنې پراخې سیمې موجودې دي چې ټولنیز مشارکت په کې ډېر مهم ګټل کېږي.

سرچینې په ډاګه کوي، د منرالونو کاري چوکاټ ښيي چې د کانونو کیندنې د فعالیتونو د عایداتو یوه برخه دې په هماغې سیمه کې مصرف شي.

د لارې په نقشه کې د ژوند چاپېریال اړوند موضوعاتو په تړاو راغلي: ((د کانونو ټول استخراجي تړونونه چاپېریالي مطالعو ته اړتیا لري، په دې اړه په هېواد کې یوازې یوه اړوند اداره (د چاپېریال ساتنې ملي اداره) موجوده ده او دغه اداره له نړیوالو ستندردونو سره د خپلو پالیسیو د همغږي کولو برابرولو په مرحله کې ده څو په دې توګه د کانونو کیندنې شرکتونه په افغانستان پورې د اړوند چاپېریالي ستونزو سره مخ نه شي.))

سرچینې د اړوند ارګانونو له خوا د هېواد د طبیعي منابعو په اړه د معلوماتو په برخه کې د نیمګړتیاوو پېژندلو لپاره د روانو هڅو په تړاو لیکلي، د هېواد له طبیعي شتمنیو څخه د پایدارې استفادې لپاره د غوښتنې د مهارتونو پېژندل او د یادو مهارتونو د تقویې لپاره په سیستمونو او ښوونیزو بنسټونو پانګونه یوه اساسي موخه ده.

د ګواښونو نه منل ستونزې ډېروي

د لارې په نقشه کې د محدودیتونو نه منل په ځانګړې توګه د برېښنايي انرژۍ او ترانسپورټ په برخه کې د ګواښ په عنوان یو له هغو لاملونو دی چې د لوګر د عینک مسو او په بامیانو کې د حاجيګک عقد شوي قراردادونه د لاسلیک له وخته تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د لوګر ولایت د عینک مسو کان له ۱۲ میلیونه د ډېرو مسو په درلودو د نړۍ په کچه د مسو ستر کان دی. د دغه کان د استخراج قرارداد د ۱۳۸۷ کال په غبرګولي میاشت کې د افغانستان د حکومت او اېم سي سي (MCC) چینايي خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د حاجیګک د اوسپنې کان په ۱۳۹۰ کال کې د کانونو د سترو شرکتونو اړوند د شپږو پشنهادي طرحو چې ډېری د کنسرسیوم په بڼه وړاندې شوې وې، له ارزونې وروسته کنسرسیوم یا د هند د (SAIL/AFISCO) شرکت په مشرۍ د شرکتونو ايتلاف د B-C-D بلاکونو ګټونکی او د (Kilo Gold Mines) کاناډايي شرکت د حاجیکګ د اوسپنې کان د A بلاک ګټونکی ثابت او وپېژندل شول او د افغان دولت کابینې د هماغه کال د مرغومي په ۷مه یاده موضوع تایید او قرارداد یې تصویب کړ.

د لارې په نقشه کې راغلي چې امنیتي محدودیتونه په دغه دلالت کوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خوښې وړ مواردو د مناقصاتو ترتیب کول یا سیمو د امنیت د څرنګوالي له مخې ترسره شي او یا دا چې دا ومنل شي چې په نا امنو سیمو کې د کانونو امنیت باید په ښه ډول وساتل شي.

د لارې په نقشه کې راغلي: ((موږ باید په دې اړه تصمیم ونیسو چې ایا کولای شو محدودیتونه یو پر بل پسې له منځه یوسو او یا دا چې یاد محدودیتونه په سیمه ییزه توګه پر یو وخت لرې کړو، په بل عبارت، ښايي دا ډېره ستونزمنه وي چې په ټول هېواد کې پر یو وخت امنیتي، ترانسپورټي یا د برېښنايي انرژۍ د تامین محدودیتونه په کم وخت کې له منځه یوسو، خو ښايي دغه کار شونی وي چې ځیني یاد محدودیتونه په یوه ځانګړې سیمه کې پر یو وخت حل شي. په دغه صورت کې باید موږ خپلې ترانسپورټي، د برېښنايي انرژۍ د تامین، د امنیت د ټينګښت او نورې کړنلارې د کانونو کیندنې له کړنلارو سره تطبیق کړو.))

 

حقوقي چوکاټ

یو خصوصي جامع او منظم چوکاټ کولای شي د پانګونې د جذب او بقا په برخه کې کار وکړي؛ ځکه دغه کار کولای شي د قراردادونو د روڼتیا په برخه کې په ډاډ ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د لارې په نقشه کې د یاد مطلب تر څنګ راغلي، سره له دې چې د منرالونو (کانونو) قانون په ۲۰۰۵ کال کې له تصویب وروسته تر اوسه درې ځلې تعدیل شوی خو څلور عمده موضوعات شته چې باید به دې نسخه کې حل شي.

په دې څلورو موضوعاتو کې د تصمیم نیونې حق، د داوطلبۍ بهیر، کانونه او حقیقي بیې شاملې دي.

سرچینې لیکلي، یوه مهمه موضوع چې یاد قانون یې په ډاګه کوي، د ټولو اړوند لورو د تصمیم نیونې حق دی او دغه قانون د هر یو لپاره د قرارداد د پنځه ډوله ورکړې لپاره د تصویب مختلفې پروسې او د تصمیم نیونې د حق وړاندوینه کړې ده.

په قانون کې د تشخیص یا پېژندنې د جوازونو صادرول، په کوچنیو اندازو د کانونو ایستنه، د کانونو مسلکي ایستنه او ډبرو ساختماني موادو کان د کانونو او پټرولیم وزارت منظورۍ ته اړتیا لري، خو د کشف او استخراج جواز د کابینې تصویب او د پانګونې د عالي کمېسیون تاییدۍ ته اړتیا لري.

د لارې په نقشه کې یادونه شوې چې: ((د تصمیم نیونې حق چې د کانونو په قانون کې یې یادونه شوې د کانونو او پټرولیم وزارت ته واک ورکړی چې قراردادونه منظور کړي، د کانونو وزارت اوس د پېژندنې، کوچنیو مقیاسونو او ساختماني موادو د قراردادونو واک لري؛ نو ځکه به موږ په قانون کې بدلون رامنځته کړو چې ټول قراردادونه باید د اقتصاد د عالي شورا په وسیله تایید شي او لوی قراردادونه د کابینې له خوا منظور شي، دغه بدلونونه د تصمیم نیونې د حق په اړه باید ژر تر ژره ترسره شي.))

دغه راز د لارې په نقشه کې راغلي، اوسنی قانون باید د داوطلبۍ بهیر د هر ډول قراردادونو لپاره مشخصه کړي او په قانون کې باید د منرالونو د طبقه بندۍ لاره روښانه وي.

په یاد سند کې راغلي: ((د طبقه بندۍ اوسنۍ لاره تر ډېره د کان پر سیمه پورې تړاو لري څو د هغې له مخې د جواز د ډول توپیر وکړي. یاده طبقه بندي د تشویش لامل شوې، داسې چې د کانونو دواړه شرکتونه او د وزارت کارکوونکو په ساده ډول د کان سیمه په کوچنیو بلاکونو وېشلې او له همدې امله نه شي کولای چې یوازې د وزارت د منظورۍ په اخیستو د هغې مرحلې طی کړي او د کابینې منظورۍ ته اړتیا نه لري.

د هغه پر ځای موږ د طبقه بندۍ د داسې طرحې په لټه کې یو چې د جوازونو ډولونه کم او د طبقه بندۍ جواز د معدني موادو په ډول او د اړتیا وړ پانګونې پورې اړه ولري، د نمونې په توګه قيمتي ډبرې او ساختماني مواد به د کوچني مقیاس معدن د جواز په طبقه کې شامل شي، مس به استخراجي جواز ولري، دغه بدلونونه باید ډېر ژر په قانون کې عملي شي.))

دغه راز سرچینې ټينګار کړی چې ټول جوازونه باید مخکې له دې چې د اقتصاد عالي شورا او کابینې ته وړاندې شي د تخنیکي بورډ له خوا بیا کتل کېږي.

د لارې په نقشه کې د رویالیټۍ په اړه ویل شوي چې د پانګوالو د ډاډ د کچې د تعادل موضوع او شرایطو ته په پام د دولت نرمښت چې په بالقوه توګه ښه کېږي، باید په پام کې ونیول شي.

سرچینې لیکلي: ((د دغه ډول بدلون رامنځته کول د استراج پر مهال د پانګوالو ډاډ زیاتوي. د دغه ډول حقوقي بدلونونو رامنځته کول دولت ته واک ورکوي چې اکتشافي جوازونه د ګټه اخیستنې پر جوازونو بدل کړي. په هغه صورت کې چې یو شرکت د اکتشافي مرحلې په جریان کې موم معدن کشف کړي مالي مذاکراتو ته به اړتیا ونه لري.))

لازم اصلاحات

د افغانستان د منرالونو سکتور د پر مخ وړلو لپاره د لارې په نقشه کې په کانونو او پټرولیم وزارت کې پر اصلاحاتو ټينګار شوی او په کې راغلي، د دغه وزارت اصلي دندې باید روښانه او تازه تعریف شي.

سرچینه لیکلي: ((یاد وزارت اوس د پالیسۍ جوړولو، تنظیموونکې او عملیاتي برخې یو ځای کړې او او د کارکوونکو شمېر تر ۲۲۰۰ ډېر دی. یاد وزارت د وخت په تېرېدو د پالیسۍ جوړونې په برخه کې خپل رول پیاوړی او خوندي وساتي او تنظیموونکي او عملیاتي رولونه نورو ته سپاري.))

د صنعتي او سیمه ییزو بازارونو جوړول

سرچینې د نمونې په ډول لیکلي، اوس د تالک ډبرې، کرومایت، مرمر او د ډبرو سکاره هغه کانونه دي چې کولای شي ښه بازار ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت باید د جواز او باور ورکونې یو بهیر جوړ کړي څو په کابل کې قيمتي ډبرې پروسس او د هوايي دهلېز له لارې یې په هندوستان، چین او نورو هېوادونو کې نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.

دغه راز په یاد سند کې راغلي، په وروستیو څو کلونو کې د اوسپنې ويلي کولو په برخه کې د ترسره شوو پانګونو په پایله کې د دغه صنعت داخلي تولیدات ۲۲۰،۰۰۰ مټریک ټن ته رسېدلي او اوسنۍ ۳۳ سلنه غوښتنې ځوابوالای شي. د اوسپنې پټلۍ او د انرژۍ سیستمونو جوړول به لږ تر لږه د دوو لسیزو غوښتنو ته ځواب ورکړي او په دې موده کې به د اقتصادي پرمختګ لامل هم شي.

پایله

په نقشه کې راغلي چې د کانونو په برخه کې لازم بدلونونه که په سم ډول وکارول شي، په څو محدودو لسیزو کې به د افغانستان مسیر له یوه کم عایده هېواده په متوسط عایده هېواد بدلوي.

سرچینه زیاتوي: ((دغه راپور د داسې لارې نقشه برابروي چې له مخې به یې پوه شو چې څه ډول پر دې ټکي تمرکز وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان طبیعي سرچینې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته ګټه رسوي.))

د کانونو وزارت لیکلي: ((موږ د هېواد د منرالونو سترې سرچینې مشخصې کړې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستراتيژي د دغه سکټور پر وړاندې د حقوقي، عملیاتي او ترانسپورټي محدودیتونو لرې کولو په اړه تشريح کړې چې له مخې به یې په راتلونکو لسیزو کې د معدني موادو سکتور د افغانستان د ودې د انجمن په توګه عمل وکړي.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement