کندهار (پژواک، ۶ وږی ۹۸): د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند سردار مدد خان څلورلارې ته څېرمه وسله والو پر دوو ښځينه پوليسو بريد کړی او دواړې يې وژلې دي.
پېښه نن د وږي په ٦مه سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د فرزانې او روبینې په نومونو دغو ښځو پولیسو په ارغنداب ولسوالۍ کې دنده لرله.
هغه زياته کړه، هغوی نن سهار د معمول په څېر دندې ته روانې وې چې وسله والو ورباندې برید وکړ او دواړې یې ووژلې.
د ده په خبره، بریدګر له برید وروسته تښتېدلي خو پولیسو یې لټون پیل کړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا نن سهار د کندهار ښار د اوومې حوزې په ساحه کې هم تلاښۍ ته ولاړ پولیس په ورته غلچکي برید کې وژل شوی دی.
یوه امنیتي سرچینه دغه پېښه تاییدوي.
په کندهار کې له تېرې څه مودې راهیسې دا لومړی ځل دی چې د هدفي وژنو په لړ کې ښځینه کارکوونکې په نښه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن