د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تېرو ۱۸ کلونو کې د پکتیا د اوو ولسواليو له ښوونځيو یوه نجلۍ هم نه ده فارغه شوې

په تېرو ۱۸ کلونو کې د پکتیا د اوو ولسواليو له ښوونځيو یوه نجلۍ هم نه ده فارغه شوې

Aug 28, 2019 - 15:17

ګردېز (پژواک، ٦ وږى ٩٨): د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي او اوسېدونکي وايي چې په تېرو ١٨ کلونو کې د دغه ولايت له اووه ولسواليو يوه نجلۍ هم له دوولسم ټولګي نه ده فارغه شوې.

په دغو ولسواليو کې زرمت، ګرده څېړۍ، شواک، وزې ځدراڼ، لجه منګل، احمدخېل او جانيخېل ولسوالۍ شاملې دي.

د دغه کار لامل ناوړه ټولنيز دودونه، ناامني او نجونو ته د زده کړو د مناسبت چاپېريال نه برابروالی ښودل کېږي.

د پکتيا ځيني اوسېدونکي، ولايتي شورا او مدني فعالان دا حالت اندېښمنوونکی بولي او ټينګار کوي چې دولت بايد د خلکو په همکاري د دې لويې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.

د دوی له ډلې مدني فعالې پروانه پکتين د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا ډېره د اندېښنې خبره ده؛ ځکه چې دا د پکتيا له نيمايي ډېره ساحه ده، حتی شايد يواځې د زرمت ولسوالۍ نفوس له ځينو ولايتونو زيات وي.))

د زرمت لويې او ګڼ نفوسه ولسوالۍ اوسېدونکې ناجيه نګاه دا خورا ناوړه حالت يادوي او وايي چې په تېرو شاوخوا دوو لسيزو کې د يادو ولسواليو د نجونو يو بشپړ نسل او د هلکانو يوه اندازه له زده کړو په لرې پاتې کېدو تباه شوي او بايد د راتلونکو نسلونو د تباهۍ مخه ونيول شي.

نګاه پژواک ته وويل: ((د ښه، سوکاله او اباد فکري ژوند لپاره تعليم د ژوند اړتيا ده، خو په ټوله کې تر اوسه د زرمت نجونو ته هېڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی او همدارنګه د نورو شپږو ولسواليو نجونې او مېرمنې هم محرومې پاتې دي او هلته د تعليم په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.))

ځوانانو ته د تعليمي اسانتياوو برابرولو يوه فعال ظاهر شاه حيدري وايي چې د ناوړه ټولنيزو دودونو، ناامنۍ، د ښوونځيو د لرېوالي او نجونو ته د لوړو ټولګيو لپاره د اسانتياوو د نشتوالي له امله لا هم د پکتيا له نيمايي زياتې نجونې او ګڼ د ښوونځي د عمر هلکان له زده کړو لرې پاتې دي.

حيدري د يادو ستونزو راکمول، نجونو او هلکانو ته د زده کړو اسانتياوو برابرول د دولت دنده بولي او وايي: ((ستونزه په څه کې ده؟ ولې نجونو ته مکتبونه نه جوړېږي؟ ولې هغوی ته زمينه نه برابرېږي؟ له ولايتي او مرکزي دولت زموږ جدي غوښتنه دا ده چې د ټولو، په تېره د نجونو تعليم ته جدي پام وکړي.))

همدارنګه د شواک ولسوالۍ يوې اوسېدونکې رحيمې پژواک ته وويل چې دوى يواځې تر شپږم تولګي پورې زده کړې کوي.

هغې زياته کړه: ((له شپږم نه پورته دلته مکتب نشته؛ ځکه کورنۍ خپلې لوڼې نه پرېږدي چې له دې ډېرې زده کړې وکړي، دا يو لوى مشکل دى.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړی محمد رحمن قادري پوهنې رياست پر پراخ فساد او ناغېړي تورنوي او وايي چې د ياد رياست رهبري د چارو د ترسره کولو او کنټرول ظرفيت نه لري.

قادري له زده کړو د دومره زيات شمېر نجونو لرې پاتې کېدل يو ناورين بولي او وايي چې خلک او د دولت ټول مسوولين د دغه نسل پر وړاندې مسوول دي.

ده زياته کړه: ((په دې مسئله کې د پکتيا معارف رياست، ولايتي رهبري او قومي مشران پاتې راغلي چې مخالفينو ته هم دا ذهنيت ورکړي او دې ته زمينه برابره کړي چې څوک د نجونو د زده کړو مخالفت ونکړي او په هغه منطقه کې موږ هم ډاکټره ولرو او هم معلمه.))

د پکتيا پوهنې رياست هم مني چې په يادو ولسواليو کې تر اوسه نه یواځې هېڅ نجلۍ له دوولسم ټولګي نه ده فارغه شوې، بلکې له شپږم ټولګي پورته زده کړې يې هم نه دي کړي.

د ياد رياست مشر کوچی ځاځي پژواک ته وويل چې د زرمت ولسوالۍ د نجونو ديارلس ښوونځي له تېرو څو کلونو راهيسې وسله والو طالبانو تړلي او په نورو ولسواليو کې هم د نجونو ښوونځي نشته دي.

ځاځي وويل: ((موږ کوشش کوو چې د نورو ولسواليو نه اول ښځينه معلمينې پيدا کړو چې کلتوري مسايلو ته په کتو، چې په دې ولسواليو کې يې لرو، دا حل شي او له دولسم ټولګي څخه په هماغو ولسواليو کې فارغانې ولرو، هغه بېرته هلته معلمينې استخدام کړو، تر څو په ښوونځيو کې د انجونو ګراف پورته ولاړ شي.))

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو د ښوونځيو د تړلو لامل د هغو د ودانيو او د تشکيل نشتون بولي او وايي که د اړوندو دولتي او غير دولتي ادارو لخوا دا ستونزه حل شي، دوی حاضر دي چې تړلي ښوونځي بېرته پرانيزي.

مجاهد پژواک ته وويل: ((کوچنيو نجونو ته نارينه هم درس ورکولای شي، خو هغوی بايد رسمي معلمان، معاش، درسي مواد او کتابونه ولري؛ موږ مانع نه يو، بلکې هلته دا لوازم نشته. مهمه خبره دا ده چې يادو سيمو ته د هغوی تعليمي ادارو او موسـساتو لخوا توجه نشته چې په دې برخه کې مسئوليت لري او کار کوي. که څوک ښوونځی جوړوي او فعالوي، موږ نه يواځې مانع نه يو، بلکې حمايت يې هم کوو او د مرستې ډاډ هم ورکوو.))

د پوهنې رياست د شمېرو له مخې دمګړۍ د پکتيا په ۴۰۵ ښوونځيو کې د ۷۳۰۰۰ نجونو په ګډون ۲۶۳۰۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement