نيلى (پژواک، ٦ وږى ٩٨): د دايکنډي په مرکز نيلي کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د دايکنډي د ترافيکو مدير رحمت الله ابراهيمي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام شپږنيمې بجې هغه مهال رامنځته شوه چې يو فلاينکوچ موټر له قلقدیر کلي نيلي ښار ته پر لاره چپه شو.
هغه د دې پېښې لامل بې احتياطي او د لارې خرابوالى په ګوته کړ، خو ويې ويل چې په دې پېښه کې درې سړي او يو ماشوم مړه شوي او درې ښځې او یو سړی ټپيان شوي.
د دايکنډي د ملکي روغتون مدير محمد رضا قاسمي پژواک ته وويل چې د پېښې ټپيان روغتون ته ور وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
هغه وويل چې د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب دى.
د دايکنډي د ترافيکو مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله هر کال لسګونه کسان مړه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن