اسعداباد (پژواک، ٦ وږى ٩٨): په کونړ ولايت کې د ۶۹ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې او دغه راز د کانالونو د ترميم چارې هم پيل شوې.
د کونړ د پوهنې رييس مجيب الرحمن همدرد د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ودانۍ د سرکاڼو ولسوالۍ د مسلم اباد او پشد سيمو دوو ښوونځيو ته جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه چې د پشد سيمې لومړني ګډ لس صنفي ښوونځي ودانۍ د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت او د مسلم اباد د سیمي د لومړني ښوونځي اته صنفي ودانۍ د ۱۸ ميليونه افغانیو په لګښت د وزارت په لګښت جوړې شوې دي.
د همدرد په وينا، په کونړ ولایت کې ټول ۵۰۹ بابه ښوونځي دي چې یواځې ۲۰۰ يې ودانۍ لري او پاتې نور يې نه لري.
د دغه ولايت د اوبو لګونې او تنظیم رييس انجنير عبدالرشید زلمي پژواک ته وويل: د سرکاڼو په ولسوالۍ کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو کانالونو (چينګۍ ، بهراباد اوناڅاپۍ ) د رغولو چارې نن په اساسي ډول پيل شوې.
نوموړی زیاتوي، د کانالونو جوړولو بودجه د نړیوال خوراکي سازمان له خوا ورکـــول شوې او کانالونو په رغېدو سره به یې ۴۰۰۰ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال چې د دې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې يې ګډون کړى و، وويل، چې اوس هم د دغه ولايت ٧٥ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.
خو نوموړي زياته کړه چې د پوهنې وزارت د اقراء برنامې له مخې به په دغه ولايت کې ٢٠٠ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن