ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار پورته شوی تر ټولو لوړ بیرغ په هغې کچه نه دی چې مسوولین یې ادعا کوي

په ننګرهار پورته شوی تر ټولو لوړ بیرغ په هغې کچه نه دی چې مسوولین یې ادعا کوي

author avatar
29 Aug 2019 - 15:40
په ننګرهار پورته شوی تر ټولو لوړ بیرغ په هغې کچه نه دی چې مسوولین یې ادعا کوي
author avatar
29 Aug 2019 - 15:40

جلال اباد (پژواک، ۷ وږی ۹۸): په ننګرهار ولايت کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت پورته شوی هغه بيرغ چې د مسوولینو په وینا سل متره لوړ دی، له ۷۰ مترو هم کم دی.

پر دغه بيرغ ٧ ميليونو درې سوه افغانۍ لګښت راغلی او جوړونکو يې د نړۍ په کچه اتم او د اسيا په کچه دويم لوړ بيرغ بولي.

دوی دا هم ويلي چې دغه بيرغ به د ننګرهار په ټولو ولسواليو او د کوزې پښتونخوا له ځينو سيمو هم ليدل کېږي.

یاد بيرغ د جلال اباد ښار په څنډه کې په يوه لويه تپه پورته شوی خو ځايي خلکو د دغه بيرغ له پورته کېدو وروسته نيوکه کوله چې د ننګرهار په ولسواليو کې څه چې حتی د جلال اباد ښار له ډېرو سيمو هم نه لیدل کېږي.

د پژواک د تازه څېړنو له مخې، ياد بيرغ له اويا مترو هم کم دی او ښايي ډېرې پيسې په کې حيف و ميل شوې وي.

د بيرغ پايه له ۱۷ حصو يا خادو جوړه ده چې لومړنۍ هغه د متر په اندازه ۳۵۰ سانتي متره يا درې نيم متره ده. پر دې اساس ټوله پايه چې ۱۷ خادې ده، ۵۹.۵ متره کېږي خو مسوولينو يې ويل چې خادې يو په بل کې له دېرشو تر پنځوسو سانتي ننوتې دي او که څلور متره هم دغه خادې حساب شي، ۶۸ متره راځي.

د بيرغ ټوټه يا رخت چې مسوولينو يې ويل، ۲۵ متره پلنوالی او ۴۰ متره اوږدوالی به ولري، د نړۍ په کچه به تر ټولو ستره د بيرغ ټوټه وي، خو د بيرغ د پورته کېدو په لومړۍ ورځ له يادې ټوټې درې متره څېرې شوې او اوس دا ټوټه هم کمه ده.

د بيرغ د ټوټې په اړه داسې شکونه هم شته چې په کومه کمپنۍ کې نه، بلکې په يو عادي خياط دې ګنډل شوې وي؛ ځکه له عادي ټوټې جوړه او څو ټوټې په داسې بڼه ګڼډل شوي چې ګڼډل شوي ځايونه يې ډېر ګونځې شوي دي.

د دغه بيرغ د جوړېدو چاره د ننګرهار د پخواني والي حيات الله حيات له لورې پيل شوې وه، څه پيسې يې ولسمشر، ځينې يې د ننګرهار د سوداګرو او پاتې يې د ننګرهار ولايتي ادارې له بوديجې ورکړل شوي چې ټول لګښت پرې ٧ مليونو درى سوه افغانۍ راغلی دی.

د ډاکتر رياض احمد حيات په نوم د ننګرهار د پخواني والي ورور او د دغه بيرغ د جوړېدو د چارو مسوول وايي، بيرغ ته ۵۰زره ډالر ولسمشر، ۲۲زره ډالر د ننګرهار سوداګرو او پاتې يې د ننګرهار ولايتي ادارې چې هغه وخت يې په راس کې حيات الله حيات و، ورکړې دي.

د پژواک په ګډون څو خبريالانو د ياد بيرغ د لوړوالي اندازه کولو په موخه له ځان سره متر وړی و او هلته يې د بيرغ د پايې اټکليزه اندازه اخيسته ده.

د امريکا غږ خبريال ذبيح الله غازي يې په اړه وايي: ((موږ د دغه تحقيق په خاطر راغلو چې لږ تر لږه معلومه کړو چې بيرغ څو متره لوړ دی، ټولې ۱۷ پايې دي، اولنۍ پايه چې موږ حساب کړه نو درې نيم متره وه، خو موږ بيا هم څلور متره حساب کړه چې له اوويا متره نه بره کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.