جلال اباد (پژواک، ۷ وږی ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، په افغانستان کې د هالنډ سفير دغه ولايت ته د سفر پر مهال د کرنې، مالدارۍ او اوبو رسونې په برخو کې د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
ارنست نورمان تېرې دوه ورځې په ننګرهار کې و او دلته يې له والي سره پر ليدنې سربېره په کوز کونړ او کامې ولسواليو کې د دغه هېواد په مرستو له روانو پروژو هم ليدنه وکړه.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هالنډ سفير د تېرې سې شنبې په ورځ دغه ولايت ته سفر کړی او لومړی يې د ننګرهار له والي شاه محمود مياخېل سره ليدلي دي.
والي میاخېل په دغه ولایت کې د هالینډ هېواد له لوري په بېلابېلو په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې له شوو مرستو قدرداني وکړه، همداراز یې د دغه ولایت په امنیتي، پرمختیایي، حکومتولۍ او نورو برخو کې معلومات شریک کړل.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د هالنډ سفير د دې ورځې په سبا د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ ته تللی او هلته يې څو پروژې له نږدې وکتلې.
د والي وياند وايي چې ارنست نورمان له کوز کونړه د ليدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې هېواد به يې په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ، اوبو رسونې او څو نورو برخو کې خپلو پروژو ته دوام ورکړي.
د ده په وينا، ياد سفير ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت په کامې ولسوالۍ کې له څو کرنيزو پروژو هم ليدنه وکړه.
د هالنډ هېواد سفیر چې د دوی له لوري له استنادي دېوالونو او سربندونو یې ليدنه کوله، ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې به نور استنادي دېوالونه او سربندونه هم جوړ او دغه راز به د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن