ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند بورسیو ته بریالي شوي لسګونه دولتي کارکوونکي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

د هند بورسیو ته بریالي شوي لسګونه دولتي کارکوونکي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

author avatar
29 Aug 2019 - 15:59
د هند بورسیو ته بریالي شوي لسګونه دولتي کارکوونکي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي
author avatar
29 Aug 2019 - 15:59

کابل (پژواک، ۷ وږی ۹۸): د هند د دوکتورا او ماسترۍ لوړو زده کړو بورسونو ته لسګونه بريالي شوي دولتي کارکوونکي وايي چې د ناڅرګند لامل له مخې هند استول یې ځنډول شوي دي.

دغه بریالي شوي کسان چې شمېر يې شاوخوا پنځوسو کسانو ته رسېدل، د وږي په ٧مه په کابل ښار کې د هند سفارت ته نږدې د خپلو حقونو غوښتنې لپاره راټول شوي وو.

د يادو کسانو په استازيتوب د ننګرهار د احصايې رياست کارکوونکي او د هند په تحصيلي بورسونو کې ماسترۍ ته بريالي کس احسان الله همت وويل، هند د افغانستان دولتي کارکوونکو لپاره ٦٠٠ بورسونه ورکړي وو، له دې ډلې ۳۸۶ کسان د ماسترۍ او ۹۰ کسان د دوکتورا زده کړو لپاره بريالي شوي دي.

دی زياتوي، له ۳۸۶ برياليو کسانو ۱۹۱ کسانو ته منظوري راغلې او پاتې نورو ته نه ده راغلې، داسې ګنګوسې شته چې دغه بورسونه په ډالرو پلورل شوي چې له امله يې اوس مستحقين پاتې کېږي او څوک چې پيسې ورکوي، هغه په کې انتخابيږي او د هغوی منظوري راځي.

د همت په وينا، کله چې په دې اړه د لوړو زده کړو يا بهرنيو چارو وزارت ته مراجعه کوي، نو هغوى ورته وايي چې دا مرسته ده، خوښه يې چې درکوي يا يې نه درکوي.

ده وويل چې د روان زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې يې ازموينه ورکړې او د سپټمبر په پنځلسمه يې ورته وروستۍ نېټه ټاکلې ده، اوس په لنډو ورځو کې د هند په پوهنتونونو کې زده کړې پيلېږي، خو د دوى برخليک لا هم معلوم نه دى.

د هغه په وينا، دغه راز د هند سفارت هم ورته د انتظار ويلي او زياته کړې یې ده چې دا يوه مرسته ده ډېر مه په تمه کېږئ.

همت هغه مکتوب هم د رسنيو په واک کې ورکړ چې د لوړو زده کړو وزارت په کې د هندوستان له خوا د ٦٠٠ بورسونو ترلاسه کولو خبره کړې وه.

د کابل د پولي تخنيک پوهنتون استاد محمد سردار معروفي چې د هند په بورسونو کې د ماسترۍ زده کړو ته بريالى شوى وايي: "تر اړينو پړاوونو تېرولو وروسته د هند کوم پوهنتون ته چې ما ازموينه ورکړې بريالی شوي يم او هماغه پوهنتون ما ته منظوري رالېږلې، اما متاسفانه چې په کابل کې د هند سفارت او وزارت له خوا موږ ته د يادې منظورۍ تاييدي نه راکوي."

د ده په وينا، کوم پوهنتون چې دوی ته د زده کړو لپاره منظوري ورکړې، يوه مياشت کېږي چې درسونه يې پيل شوي خو دوی له ټولو هلو ځلو سره سره تر اوسه په دې اړه د قناعت وړ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

خو د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين پژواک اژانس ته وويل: "کومو کسانو چې ازموينه ورکړې او او بريالي شوي، هغوی به ټول هند ته استول کېږي، خو دوی تر هغه چې منظوري يې راځي منتظر دې و اوسي او دا مهال تفاهم هم روان دی."

دی وايي، هند هر کال شاوخوا ۵۰۰ بورسونه افغانستان ته ورکوي، غوښتنونکي د ازادې سيالۍ له لارې ورته معرفي کېږي او د هند سفارت له لارې يې اسناد د هند پوهنتونونو ته استول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.