کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٨): ولسمشر غني امنيتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د عاشورا او شهيد اوونۍ مراسمو د امنيت د ټينګولو لپاره غوره تدابير ونيسي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه کې د عاشورا او شهید اونۍ مراسمو لپاره د امنیتي تدابیرو پر نیولو بحث وشو.
سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې چې نن مازیګر په ارګ کې جوړه شوې وه او د جمهوررئیس دویم معاون استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امنیتي سکتور ارشد مسوولینو او څو تنو نورو دولتي مقاماتو هم حضور درلود، د امنیتي سکتور مسوولینو د عاشورا او شهید اوونۍ د مراسمو امنیت تامین لپاره خپلې طرحې او پلانونه وړاندې کړل.
هغوی د جوماتونو، تکیه خانو او د عزادارۍ مراسمو د امنیت تامین په ګډون په امن فضا کې د عاشورا او شهید اونۍ مراسمو د ترسره کېدو لپاره د امنیت تامین په اړه خپل اقدامات بیان کړل.
ولسمشر غني د هغوی د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، د عاشورا او شهید اوونۍ مراسمو د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ وویل، امنیتي ارګانونه دې د دې دوو مهمو مراسمو د امنیت تامین لپاره د غوره تدابیرو نیولو په موخه له ولسي کمیسیون سره په ګډه کار وکړي ترڅو د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو په رڼا کې غوره امنیتي تدابیر ونیول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن