ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: د هېواد رهبري به د کومانډو ځواکونو پر سر معامله ونه کړي

محب: د هېواد رهبري به د کومانډو ځواکونو پر سر معامله ونه کړي

author avatar
29 Aug 2019 - 20:24
محب: د هېواد رهبري به د کومانډو ځواکونو پر سر معامله ونه کړي
author avatar
29 Aug 2019 - 20:24

کابل (پژواک ٧ وږى ٩٨): د ملي امنیت سلاکار وايي چې د کومانډو ځواکونو مېړانې او زور د نظام او هېواد د دښمنانو خوبونه په اوبو لاهو کړي او هېڅ هدف ته د رسېدو امکان یې نه دی ورته پریښى.

ډاکټر حمدالله محب دغه څرګندونې په کابل کې د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو (کومانډو) له قول اردو د لیدنې پر مهال کړې دي.

د امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه چې د نوموړي له قوله راغلي چې له همدې امله اوس ټول هېواد او آن لا نړیوال د دې ځواک پر توان او زور پوه دي او هر هېوادوال ویاړ پرې کوي.

سرچينه زياتوي، په کابل کې د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو (کومانډو) له قول اردو د لیدنې پر مهال محب وویل، چې د هېواد د خپلواکۍ د سل کلنېدو په کال کې دې ځواک ثابته کړه، چې افغانستان نه ماتېږي او هر کورنی او بهرنی دښمن به یې مختوری وي.

هغه په دې اړه خوښي وښوده، چې یاد ځواک نږدې ټول عملیات په یواځې سر کولای شي او د هر ډول پرمختللو تجهیزاتو په لرلو سره ډېر لږ همکاریو ته اړتیا لري.

د خبرپاڼې په حواله، د کومانډو قول اردو چارواکو او سرتېرو هر یوه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې له هېواده دفاع یې مینه او هدف دی او په دې لاره کې هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته تیار دي.

دوی وویل، په هر ډول سختو شرایطو کې کار کولای شي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دښمن تحرکات او فعالیتونه له منځه وړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار دوی ته ډاډ ورکړ چې هڅې یې د چا هېرې نه دي او د هېواد رهبري به په هېڅ ډول د دوی پر سر معامله ونه کړي.

ده وویل، جدي کار روان دی چې افغان ځواکونه خودکفا شي او هر هغه امکانات ورته برابر شي، چې د اوسنۍ نړۍ پرمختللي او پیاوړي پوځونه یې لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.