د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار پورته شوی تر ټولو لوړ بیرغ په هغې کچه نه دی چې مسوولین یې ادعا کوي

په ننګرهار پورته شوی تر ټولو لوړ بیرغ په هغې کچه نه دی چې مسوولین یې ادعا کوي

Aug 29, 2019 - 15:40

جلال اباد (پژواک، ۷ وږی ۹۸): په ننګرهار ولايت کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت پورته شوی هغه بيرغ چې د مسوولینو په وینا سل متره لوړ دی، له ۷۰ مترو هم کم دی.

پر دغه بيرغ ٧ ميليونو درې سوه افغانۍ لګښت راغلی او جوړونکو يې د نړۍ په کچه اتم او د اسيا په کچه دويم لوړ بيرغ بولي.

دوی دا هم ويلي چې دغه بيرغ به د ننګرهار په ټولو ولسواليو او د کوزې پښتونخوا له ځينو سيمو هم ليدل کېږي.

یاد بيرغ د جلال اباد ښار په څنډه کې په يوه لويه تپه پورته شوی خو ځايي خلکو د دغه بيرغ له پورته کېدو وروسته نيوکه کوله چې د ننګرهار په ولسواليو کې څه چې حتی د جلال اباد ښار له ډېرو سيمو هم نه لیدل کېږي.

د پژواک د تازه څېړنو له مخې، ياد بيرغ له اويا مترو هم کم دی او ښايي ډېرې پيسې په کې حيف و ميل شوې وي.

د بيرغ پايه له ۱۷ حصو يا خادو جوړه ده چې لومړنۍ هغه د متر په اندازه ۳۵۰ سانتي متره يا درې نيم متره ده. پر دې اساس ټوله پايه چې ۱۷ خادې ده، ۵۹.۵ متره کېږي خو مسوولينو يې ويل چې خادې يو په بل کې له دېرشو تر پنځوسو سانتي ننوتې دي او که څلور متره هم دغه خادې حساب شي، ۶۸ متره راځي.

د بيرغ ټوټه يا رخت چې مسوولينو يې ويل، ۲۵ متره پلنوالی او ۴۰ متره اوږدوالی به ولري، د نړۍ په کچه به تر ټولو ستره د بيرغ ټوټه وي، خو د بيرغ د پورته کېدو په لومړۍ ورځ له يادې ټوټې درې متره څېرې شوې او اوس دا ټوټه هم کمه ده.

د بيرغ د ټوټې په اړه داسې شکونه هم شته چې په کومه کمپنۍ کې نه، بلکې په يو عادي خياط دې ګنډل شوې وي؛ ځکه له عادي ټوټې جوړه او څو ټوټې په داسې بڼه ګڼډل شوي چې ګڼډل شوي ځايونه يې ډېر ګونځې شوي دي.

د دغه بيرغ د جوړېدو چاره د ننګرهار د پخواني والي حيات الله حيات له لورې پيل شوې وه، څه پيسې يې ولسمشر، ځينې يې د ننګرهار د سوداګرو او پاتې يې د ننګرهار ولايتي ادارې له بوديجې ورکړل شوي چې ټول لګښت پرې ٧ مليونو درى سوه افغانۍ راغلی دی.

د ډاکتر رياض احمد حيات په نوم د ننګرهار د پخواني والي ورور او د دغه بيرغ د جوړېدو د چارو مسوول وايي، بيرغ ته ۵۰زره ډالر ولسمشر، ۲۲زره ډالر د ننګرهار سوداګرو او پاتې يې د ننګرهار ولايتي ادارې چې هغه وخت يې په راس کې حيات الله حيات و، ورکړې دي.

د پژواک په ګډون څو خبريالانو د ياد بيرغ د لوړوالي اندازه کولو په موخه له ځان سره متر وړی و او هلته يې د بيرغ د پايې اټکليزه اندازه اخيسته ده.

د امريکا غږ خبريال ذبيح الله غازي يې په اړه وايي: ((موږ د دغه تحقيق په خاطر راغلو چې لږ تر لږه معلومه کړو چې بيرغ څو متره لوړ دی، ټولې ۱۷ پايې دي، اولنۍ پايه چې موږ حساب کړه نو درې نيم متره وه، خو موږ بيا هم څلور متره حساب کړه چې له اوويا متره نه بره کېږي.))

دوه محصلين چې د همدې پوښتنې د ځواب او د بيرغ ليدو په موخه ورغلي وو، وايي بيرغ چې هغه شان مصرف پرې شوی او په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي.

زاهدالله په جلال اباد ښار کې په يو خصوصي انسټيټوټ کې طبي علوم زده کوي، وايي هره ورځ به ورسره دا سوال پيدا کېده چې دا بيرغ ولې نه ښکاري، نو ځکه يې نن بل ټولګيوال هم له ځان سره کړ او د بيرغ ليدو ته راغلل.

هغه زياته کړه، په خپل لاس يې متر کړه چې د پايې لومړۍ حصه درې نيم متره ده او ټولې حصې اوولس دي چې ټولټال شپېته متره هم نه پوره کېږي.

د ځايي چارواکو څرګندونې

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره خبرو کې وويل، د بيرغ جوړېدو چارې د پخواني والي حيات الله حیات له لوري ترسره شوي او دوی ته د ورکړل شوو معلوماتو له مخې چې سل متره لوړوالی او څلوېښت متره د بيرغ ټوټه اوږده ده.

دی زياتوي، د ورکړل شوو معلوماتو پر اساس، د بيرغ پايه ۱۷ برخې لري چې هره برخه يې ۶ متره ده او ټولټال ۱۰۲ متره کېږي، خو دا چې يادې برخې يو په بل کې ننوتې دي، نو ښايي د بيرغ پايه د اوويا مترو په شاوخوا کې پاتې شوې وي.

د کندهار اوسنی او د ننګرهار پخوانی والي حيات الله حيات بيا وايي چې د بيرغ پايه او ټوټه په ايران کې د دوو جلا شرکتونو له لوري جوړ شوي او ټوله اندازه يې ۱۰۲ متره ده.

دی وايي، پلان داسې و چې هره ټوټه يو د بل په سر نټ او بولټ شي خو د ننګرهار هوا ته په کتو د پايې نصبولو انجنير ويلي چې دا نټ او بولټ کار نه کوي، بايد يو په بل کې دننه شي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، هره برخه يو په بل کې له ۳۰ سانتي متره نيولې تر ۱۰۰سانتي متره ننوتلې چې ښايي له همدې وجې د بيرغ پايه هم ټيټه شوې وي.

کله چې له حيات د يادو شرکتونو د ادرسونو په اړه معلومات وغوښتل شول، هغه وويل چې اوس يوې ولسوالۍ ته پر لاره دی.

پوښتنه دا ده که رښتيا هم د دغه بيرغ پر جوړېدو ٧ ميليونه درې سوه افغانۍ لګښت شوی وي، نو ولې يې مسوولينو د بيرغ د پرانيستې په ورځ د لګښتونو په اړه بشپړ معلومات نه ورکول؟

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement