میمنه(پژواک،۸ وږى ۹۸): د فارياب د قرغان ولسوالۍ له درې ورځو وروسته بېرته امنيتي ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه ونيوله .
درې ورځې مخکې دغه ولسوالۍ وسله والو طالبانونيولې وه .
د فارياب د پوليسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک اژانس ته وويل چې د افغان ځواکونو د ګډو عملياتو پرمهال ياده ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو ونيول شوه .
ياد عمليات تېره ورځ له يوولسو بجو پيل او د ماسپښين تر درې بجو يې دوام درلود.
د نوموړي په خبره ، چې ددې عملياتو پرمهال د ملاخنجر په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
د يوبل خبر له مخې، د بلخ په کشندې ولسوالۍ کې يو پوليس وژل او پنځه نور ټپيان دي.
د سمنګان د دره صوف ولسوال عبدالیقین احمدي پژواک ته وويل چې د امنيتي ځواکونو هغه کاروان چې له بلخ ولايت څخه سمنګان ته پر لاره و ، د کشندې ولسوالۍ د ريګي په کوتل کې د وسله والو تر بريد لاندې راغى، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه چې وسله والو د پوليسو يو بار وړونکى موټر او يو هاموې ټانک هم بيولي دي، خو د امنيتي ځواکونو د هوايي بريد پرمهال د امنيتي ځواکونو دوه موټر چې وسله والو له ځان بيولي و له منځه وړي او څلور طالبان يې وژلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن