ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دايکنډي کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه  کسان مړه او ٢٠نور ټپيان شوي

دايکنډي کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او ٢٠نور ټپيان شوي

author avatar
30 Aug 2019 - 14:21
دايکنډي کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه  کسان مړه او ٢٠نور ټپيان شوي
author avatar
30 Aug 2019 - 14:21

نیلي(پژواک،۸ وږى ۹۸):د دايکنډي ولايت په خدير ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او ٢٠نور ټپيان شوي دي.

د دايکنډي د والي وياندې سکينې احساني د وږي په ٨مه پژواک اژانس ته وويل چې د خدير ولسوالۍ د قوغانک په کلي کې  يو فلاينکوچ موټر له سړک څخه اوښتى او چپه شوى چې له امله يې پنځه کسان مړه او ٢٠نور ټپيان شوي دي.

هغې وويل چې څلور ښځې او يو ماشوم په مړو شويو کسانو کې شامل دي.

د نوموړې په خبره، چې په ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان شته چې د دوه کسانو روغتيايي حالت نازک دى.

د احساني په وينا، دا ٢٥کسان په همدې يوه فلاينکوچ موټر کې سپاره وو او دوى له بندامير څخه د کور پر لور د حرکت په حال کې و چې موټر يې چپ شو.

د والي وياندې زياته کړه ، نه پاملرنه ، بې احتياطي، ګړندى تګ او د لارې خرابوالى ددې موټر د چپه کېدو اصلي عوامل دي.

د هغې په خبره، فلاينکوچ د ٢٥کسانو د انتقال وړتيا نه لري چې موټر چلوونکي دغه ټکي هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

 په تېره يوه اوونۍ کې په دې ولايت کې دا دويمه ترافيکي پېښه ده چې رامنځته کيږي او مرګ ژوبله اړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.