کابل(پژواک،۸ وږى ۹۸):د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم نن سهار ولايتونو ته د حساسو ټاکنيزو توکو لېږد پيل شو .
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په په شپږمه تر سره شي، ولسمشرۍ ته ١٧نوماندانو د زمري په شپږمه ټاکنيزې سيالۍ پيل کړې دي.
د ټاکنو کمېسيون مرستيال مولانا محمد عبدالله د ټاکنو په کمېسيون کې رسنيو ته وويل چې نن سهار له ټاکل شوي مهالوېش سره سم ولايتونو ته د حساسو ټاکنيزو توکو لېږد پيل شو.
هغه زياته کړه چې ددغو توکو لېږد به د وږي تر ٢٢ مې نېټې پورې دوام وکړي.
د نوموړي په خبره،د بايومټريک دستګاوو اروزنه چې تېره ورځ بشپړه شوه، عملا ولايتونو ته ولېږل شوې.
دى وايي چې لومړى حساس توکي د ولايتونو مرکزونو او له هغه وروسته بيا د ولسواليو مرکزونو ته لېږل کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو په ورځ به د رايې ورکولو دوه زره مرکزونه د امنيتي ګواښ له امله تړلي وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن