ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز اوسېدونکي: دولتي ادارو په ښار کې نهه لويې لارې تړلې دي.

د ګردېز اوسېدونکي: دولتي ادارو په ښار کې نهه لويې لارې تړلې دي.

author avatar
30 Aug 2019 - 14:00
د ګردېز اوسېدونکي: دولتي ادارو په ښار کې نهه لويې لارې تړلې دي.
author avatar
30 Aug 2019 - 14:00

ګردېز(پژواک، ٨وږى ٩٨) : د ګردېز اوسېدونکي شکايت کوي چې دولتي ادارو د ښار په بېلابېلو سيمو کې نهه لويې لارې د تګ  راتګ پر مخ تړلې چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی په پکتيا پرېس کلب کې په يوه خبري کنفرانس کې ټينګار وکړ چې دولت بايد خلکو ته د زحمت پر ځای اسانتياوې رامنځته او تړل شوې لارې هر څه ژر بېرته پرانيزي.

د باغکې ځوانانو شورا غړی بلال معروف وايي چې د ملي امنيت رياست د باغکې پر عمومي سړک کې خندق کيندلی او تازه يې دا لاره تړلې چې ور سره خلک په خورا ستونزو کې دي.

معروف وويل:((پر دې لويه لاره د باغکې تر خطابې، چوڼۍ، ابراهيم خېلو، زرمت او روحاني بابا ولسواليو او غزني ولايت مسافر تګ، راتګ کوي. دا دويم ځل دی چې د ملي امنيت رياست له خوا دا لاره بنديږي، موږ يا دغه او يا سمه بله بدیله لاره غواړو؛ ځکه اوس موږ د تګ، راتګ لپاره لاره نه لرو. په بله کومه لاره چې ځو هغه شخصي ده او هغه خلک هم نوره اجازه نه راکوي.))

حميدالله احمدزي نيوکه وکړه چې دولت په تېرو اتلس کلونو کې د ګردېز اړوند باغکې سيمې ته هېڅ پام نه دی کړی او په خبره يې هلته روغتيايي اسانتياوې نشته او تر اوسه هېڅ نجلۍ تر لېسې دورې پورې زده کړې نه دې بشپړې کړې.

احمدزی وايي:((دولت موږ د ځان نه بولي، موږ تر اوسه په باغکه کې لېسه نه لرو، کلينيک او برېښنا نه لرو، لارې هم راباندې بنديږي. که موږ ته خپل حق رانه کړل شي او لاره راته پرانه نيستل شي، نو د پکتيا ــ پکتيکا ــ غـزني دا ترانزيټي لار به د لويو موټرو  پر مخ وتړو او لاريونونه به وکړو.))

قومي مشر حاجي لعل الدين پژواک ته وويل چې په خپل تېر ټول عمر کې هېڅ حکومت پر خلکو لويې لارې نه دي تړلې، چې په خبره يې د ناروغانو، ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي زياته کړه:((له ظاهر شاه نه يې راونيسه تر داوده، تر امين، کارمل، تره کي، نجيب پورې په يوه دولت کې هم چا لاره نه ده بنده کړې. حکومت زموږ پلار او مور دی، پلار خپل اولاد پسې لرګی رااخيستی او پسې اخلي يې، خولې مو له خاورو ډکې وي، ولې لاره بنديږي؟))

د ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال وايي چې ولايت مقام، امنيه قومانداني، د ولايت مرستيال د کور تر څنګ، استېناف محکمې، ملي امنيت عمومي رياست، لومړۍ امنيتي حوزې، ښاروالۍ، ۴۰۲ سرحدي لوا او د ملي اردو د جلب او جذب مرکز په ښار او شاوخوا کې نهه لويې لارې تړلې دي.

غروال وويل چې د عمومي لويو لارو د تړلو له امله په يادو سيمو کې ترافيکي پېښې هم زياتې شوې، چې په ډېری هغو کې يې خلکو ته مرګ، ژوبله هم اوړي.

ده زياته کړه:((دا ټولې عمومي لويې لارې دي چې هره ورځ پرې سلګونه او زرګونه خلک  ځي راځي. د دې په بندولو امنيت نه راځي، د امنيت ټينګولو نورې لارې هم شته. چې لاره بنده وي نو خلک څنګه لاړ او راشي؟ دا خلکو ته لوی زحمت دی او حق لري چې غږ پورته کړي او موږ يې د غږ ملاتړي يو.))

خو د پکتيا ولايت مقام بيا وايي چې يادې لويې لارې د خلکو د زحمت نه، بلکې د ځينو احتمالي ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لپاره تړل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.