د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سعودي د حرم شریف د کرین پېښه کې د مړه او ټپي افغان حاجیانو معاوضه ورکړه

سعودي د حرم شریف د کرین پېښه کې د مړه او ټپي افغان حاجیانو معاوضه ورکړه

Aug 30, 2019 - 10:21

کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۸): سعودي عربستان د حرم شریف د کرین په پېښه کې د مړه او ټپي شويو افغان حاجیانو معاوضه ورکړه.

دغه پیښه د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د حج مراسمو پرمهال رامنځته شوې وه، چې له امله یې  دافغانانو په ګډون سلګونو حاجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت له خوا د وږي په ۸ مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سفارت د مقام په هڅواو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د پرله پسې اړیکو په پایله کې سعودي د یادې پېښې دافغان قربانیانو کورنیو ته معاوضه ورکړه.

سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي سید جلال کریم د سعودي عربستان په بهرنیو چارو وزارت کې د راستنېدونکو چارو ریاست عمومي ريیس ډاکتر محمد بن عبد الرحمن الشمري سره ولیدل او له هغه څخه يې ۲۳ تصدیق شوي چیکونه ترلاسه کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو چیکونو کې د هر شهيد شوي حاجي وارثانو لپاره د یو ميلیون ریالو او د هر ټپې شوي حاجي  لپاره د پنځه سوه زره ریالو چک به د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته   د معاوضې په شکل  ورکړل شي.

افغان سفارت وایي،  یاده معاوضه د سعودي پاچا خادم الحرمین الشریفین سلمان بن عبد العزیز آل سعود د اعلان په اساس ورکول کیږي، په دغه لیدنه کې په ریاض کې دافغانستان سفارت درېیم سکرټر او مالي مسوول محمد ياسين شريفي هم حضور دلود.

د افغانستان لوی سفیرسید جلال کریم  د افغانستان حکومت، د شهیدانو وارثانو  او ټپيانو په استازيتوب د کوربه هېواد له مقاماتو څخه مننه وکړه چې د یادو شهیدانو او ټپیانو حقوقو ته یې ځانکړې  پاملرنه وکړه او د هغوى پر کورنیو باندې یې شفقت وکړ.

سرچینې ویلي، یاد چکونه به د شهیدانو او ټپيانو وارثانو ته په افغانستان کې له لوړو مقاماتو سره له تماس څخه رووسته وسپارل شي.

په یاده پيښه کې د بېلا بېلو هېوادونو ۱۰۷ حاجیان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي وو، چې په مړو کې یو افغان او په ټپیانو کې ۲۰ افغانان شامل وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement