ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: له طالبانو سره تر تړون وروسته به هم افغانستان کې پوځي حضور ولرو

ټرمپ: له طالبانو سره تر تړون وروسته به هم افغانستان کې پوځي حضور ولرو

author avatar
30 Aug 2019 - 10:41
ټرمپ: له طالبانو سره تر تړون وروسته به هم افغانستان کې پوځي حضور ولرو
author avatar
30 Aug 2019 - 10:41

کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۸) : دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی چې له طالبانو سره تر ممکنه تړون وروسته به هم په افغانستان کې پوځي حضور ولري او هلته به یې ځواکونه پاتې وي.

نوموړي داڅرګندونې په  داسې حال کې کړې دي چې په قطر کې دامریکا او طالبانو ترمنځ له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې خبرې روانې دي چې مهم ټکی یې د ځواکونو ايستل دي.

تر دې مخکې د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې رییس جنرال جوزیف  ډانفورډ ویلي و چې په افغانستان کې به دامریکايي عسکرو موجودیت په شرایطو او حالاتو پورې تړلی وي.

خو دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون  له فاکس نیوز راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي چې هېواد به یې تل په سیمه کې خپل ځواکونه وساتي.

هغه زیاته کړې: " موږ مجبور یو چې په افغانستان کې خپل حضور وساتو. موږ به هلته پاتې کیږو. د خپلو ځواکونو شمېر به کموو، خو هلته به تل پاتې یو. خپل استخباراتي ځواک به په افغانستان کې پرېږدو."

نوموړي ویلی، اوس په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکایي سرتېري مېشت دي. خو ټرمپ دا ونه ویل چې له طالبانو سره د سولې له ممکنه تړون وروسته به په افغانستان کې څومره امریکایي سرتېري پاتې شي.

د یادونې ده چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه ډول څرګندونې په قطر کې پر روانو خبرو ناوړه اغېزه کړې او سرچینې وایي چې له همدې له امله د نهم پړاو خبرې د څو نورو ورځو لپاره وغځېدې . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.