ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو د فارياب د قرغان ولسوالۍ بېرته ونيوله

امنيتي ځواکونو د فارياب د قرغان ولسوالۍ بېرته ونيوله

author avatar
30 Aug 2019 - 11:49
امنيتي ځواکونو د فارياب د قرغان ولسوالۍ بېرته ونيوله
author avatar
30 Aug 2019 - 11:49

میمنه(پژواک،۸  وږى ۹۸): د فارياب د قرغان ولسوالۍ له درې ورځو وروسته بېرته امنيتي ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه ونيوله .

درې ورځې مخکې دغه ولسوالۍ وسله والو طالبانونيولې وه .

د فارياب د پوليسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک اژانس ته وويل چې د افغان ځواکونو د ګډو عملياتو پرمهال  ياده ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو ونيول شوه .

ياد عمليات تېره ورځ له يوولسو بجو پيل او د ماسپښين  تر درې بجو يې دوام درلود.

 د نوموړي په خبره ، چې ددې عملياتو پرمهال  د ملاخنجر په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د سرچينې په خبره چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

د يوبل خبر له مخې، د بلخ  په کشندې ولسوالۍ کې يو پوليس وژل او پنځه نور ټپيان دي.

د سمنګان  د دره صوف ولسوال عبدالیقین احمدي پژواک ته وويل چې د امنيتي ځواکونو هغه کاروان چې له بلخ ولايت څخه سمنګان ته پر لاره و ، د کشندې ولسوالۍ د ريګي په کوتل کې د وسله والو تر بريد لاندې راغى، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.   

هغه زياته کړه چې وسله والو  د پوليسو يو بار وړونکى موټر او يو هاموې ټانک هم بيولي دي، خو د امنيتي ځواکونو د هوايي بريد پرمهال د امنيتي ځواکونو دوه موټر چې وسله والو له ځان  بيولي و له منځه وړي او څلور طالبان يې وژلي دي.

 وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.