ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوه وژل شوي پاڅونوال مېرمن د میاشتې پر درې زره کلدارو بزګري کوي

غزني کې د یوه وژل شوي پاڅونوال مېرمن د میاشتې پر درې زره کلدارو بزګري کوي

author avatar
31 Aug 2019 - 15:35
غزني کې د یوه وژل شوي پاڅونوال مېرمن د میاشتې پر درې زره کلدارو بزګري کوي
author avatar
31 Aug 2019 - 15:35

غزني ښار (پژواک، ٩ وږى ٩٨): په غزني کې يوه بېوزله مېرمن وايي چې خاوند يې د پاڅون کوونکو په ليکو کې وژل شوى او له هغه وروسته يې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د مياشتې پر درې زره کلدارې بزګري پيل کړې ده.

دغه مېرمن زرمينه نومېږي (مستعار نوم) د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده چې دا مهال د غزني ښار په توحيداباد سيمه کې اوسېږي.

زرمينې د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله وړاندې يې خاوند د طالبانو له لوري د پاڅون کوونکو په ليکو وژل شوى دى.

دې زياته کړه: ((کله چې مې خاوند مړ شو، نو غزني ښار ته مې کډه راوړه، د خوړلو لپاره مې هېڅ نه درلودل، خو زړه مې نه کېده چې له چا سوال وکړم، خاوند مې مخ ته درېده او هغه ډېر يو غيرتي ځوان و.))

هغې وويل چې له ډېره مجبوريته په همدې سيمه کې په يوه باغ کې د مياشتې په درې زره کلدارو بزګري کوي.

زرمينه وايي: ((په همدې باغ کې هم بزګري کوم او هم د اوسېدو لپاره يې يوه خونه راکړې، د شپې د باغ ساتنه هم کوم.))

د نوموړې د معلوماتو له مخې، درې لوڼې او دوه زامن لري چې راتلونکي ته يې ډېره اندېښمنه ده.

دې زياته کړه: ((دا هر څه به زموږ په قسمت کې وو، خو زه مې د بچيو راتلونکي ته ډېره خپه يم، اخر دوى به څه کوي.))

زرمينې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې تر اوسه دوه ځلې ورسره د دولت او موسسو له لوري ناچيزه مرسته شوې چې کوم درد يې ورته نه دى دوا کړى.

نوموړې له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او وايي: ((بچيان مې چې کله ناروغان شي، يواځې ورته د درد دوا راوړم، نور خداى پاک پوه شه او کار يې چې ښه کېږي او کنه.))

هغې پر دولتي ارګانونو او خيريه موسسو غږ وکړ چې مرسته ورسره وکړي، څو له دغه بد حالته وژغورل شي.

په دې اړه د غزني ښار د ځوانانو ټولنې مشر اسدالله مرجانخېل پژواک ته وويل چې د يادې مېرمنې له ستونزو خبر دى او هڅه يې کړې څو مرسته ورسره وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.