ایبک (پژواک، ٩ وږی ٩٨): په سمنګان ولایت کې سږ کال د غمنو حاصلات له ۷۲زره مټریک ټنو څخه ډېر اټکل شوي چې دغه اندازه د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه ډېروالی ښيي.
د سمنګان د کرنې او اوبو لګولو ریاست سرپرست محمد عمان حنفي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د غنمو د حاصل د ډېروالي لامل په پسرلي کې د اورښت ډېروالی دی.
هغه زیاته کړه، د دغه ریاست څېړنې او اټکل په ډاګه کوي چې سږ کال په سمنګان کې پر شاوخوا ۱۲۸زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو او شاوخوا ۷۲۳۰۰ ټنه حاصل یې کړی دی.
هغه وویل، تېر کال په یاد ولایت کې د غنمو حاصل شاوخوا ۴۵۲۰۰ ټنه و.
کروندګر هم د غنمو د سږ کال له حاصلاتو خوښ دي.
د سمنګان د مرکز ایبک ښار د ګل قشلاق کلي اوسېدونکي محمد شمس الدین وویل، تېره کل په ۷۵ جريبه ځمکه غنم کرلي وو او ۶۵۰ منه حاصل یې درلود، خو سږ کال یې له همدې ۷۵ جريبه ځمکې څخه ۱۴۰۰ منه غنم ترلاسه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کرنیزو حاصلاتو د ډېرېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن