کابل (پژواک، ۹ وږی ۹۸): د کلیو د بيارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د کلیو د پراختیا بستر ګڼي او وايي چې د دغه پروګرام په لومړۍ مرحله کې دوه زره پروژې تطبیق شوې او ۵۸۰۰ پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.
د ولسي تړون پروګرام د حکومت یو بین الوزارتي پروګرام دی چې د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې پیل شوی او درې مرحلې لري چې په لومړۍ مرحله کې د ټول هېواد یو پر درې برخه کې تر پوښښ لاندې راځي.
د کلیو د بيارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه لس کلن پروګرام له لارې د کلیو د پراختیايي شوراګانو په مرسته د ښوونځیو، لومړنیو سړکونو، د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، سربندونو، د اوبو د زېرمې، د اوبو لګونې ویالو، استنادي دېوالونو، د سړک او لښتیو، پارکونو او تفریحي سیمو او نورو جوړولو په برخه کې کار کېږي.
سرچینې زیاته کړه، د دغه لس کلن پروګرام بودیجه له یو میلیارد ډالرو ډېره اټکل شوې چې ۶۳۰ میلیون ډالر یې د لومړیو څلورو کلونو لپاره دي.
د کلیو د بيارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي نن ولسي تړون د کلیو پراخیتايي شوراګانو په ملي مشتورتي کنفرانس کې چې په کابل کې د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی و، وویل، دا ډول ناستې به هرو دوو کلونو کې یو ځل د دغه پروګرام د کلیو د پراختیايي شوراګانو د لاسته راوړنو او کارونو د بیاکتنې په موخه جوړېږي.
د ده په خبره، همدا اوس د ولسي تړون له لارې څه باندې ۸۵۰۰ پراختیايي پروژې تر کار لاندې دي او د یاد پروګرام له پیل راهیسې شاوخوا ۲۰۰۰ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
هغه وویل، تر اوسه د دغه پروګرام له لارې ۲۵۳ میلیون امریکايي ډالر د کلیو پراختیايي شوراګانو ته د پروژو د عملي کولو لپاره لېږل شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې د سیمې اوسېدونکي هم په پروژو کې لس سلنه برخه اخلي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل وویل چې د ولسي تړون پروګرامونو له لارې د بېلا بېلو ولایتونو په ۱۲۳ ولسوالیو کې ۱۲۰۰۰ د کلیو پراختیايي شوراګانې جوړې شوې دي.
هغه وویل، د هېواد په کچه ښځې او نارینه له دې پروژو څخه ګټه اخلي، خو په ښارونو کې د نارینه وو په پرتله ښځو ته لس سلنه ډېره ونډه ورکول کېږي.
د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ د پراختیايي شورا مسوول او د ناستې ګډونوال حاجي عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه پروګرام کې ټولې پروژې د اوبو لګونې د سیستم، کانالونو، پولګوټو او سیمه ییزو لارو جوړولو په برخه کې د خلکو د اړتیاوو په اساس په نظر کې نیول شوې دي.
هغه زیاته کړه، د پروژو په تطبیق کې د خلکو رول د دې لامل شوى چې دایمي کیفیت او نظارت یې په پام کې ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه: ((په هره پروژه کې چې د خلکو رول موجود وي، د نورو پروژو په پرتله ګټوره واقع کېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن