ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو او دفاع وزیران: د طالبانو برید به هېڅکله د کندوز د سقوط لامل نه شي

د کورنیو چارو او دفاع وزیران: د طالبانو برید به هېڅکله د کندوز د سقوط لامل نه شي

author avatar
31 Aug 2019 - 19:35
د کورنیو چارو او دفاع وزیران: د طالبانو برید به هېڅکله د کندوز د سقوط لامل نه شي
author avatar
31 Aug 2019 - 19:35

کابل (پژواک،۹ وږی ۹۸): د هېواد لوړپوړي امنیتي چارواکي وايي چې د کندوز ښار پر بېلا بېلو سیمو د طالبان د تېرې شپې برید دفاع شوی او دا ډول بریدونه به هېڅکله د کندوز ښار د سقوط لامل نه شي.

طالبانو تېره شپه يوه بجه د کندوز ښار له خان اباد بندر، چرخاب، امام صاحب بندر، سه درک، زرخريد او د درېيمې حوزې له مربوطاتو پر کندوز ښار ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګر جنرال اسدالله خالد نن رسنیو ته وویل، پر کندوز ښار د طالبان دا ځل برید به د نورو بریدونو پر تناسب بدل وي او دغه ډول بریدونه به هېڅکله د کندز ښار د سقوط لامل نه شي.

د هېواد دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي که څه هم پر کندوز ښار د طالبانو د برید د دفاع خبر ورکړ، خو ویې ویل، له بده مرغه په دغه برید کې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د کره شمېر په اړه به یې وروسته رسنیو ته معلومات ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، وسله وال طالبان له برید وروسته د کندوز ښار په څنډو کې ټول شوي وو چې د امنیتي سرتېرو له قوي ضربو سره مخامخ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه، د دغه برید د دفاع لپاره کندوز ښار ته تازه دمي قوتونه رسېدلي او تر راتلونکو څو ساعتونو به د کندوز ښار څنډې هم له طالبانو پاکې شي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست لوی پاسوال مسعود اندرابي وویل، په دې پېښه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه چې د ملي دفاع له سرپرست وزیر سره یې په ګډه ناسته کې خبرې کولې، وویل، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د امنیتي سرتېرو په یوه برید کې د دوو قوماندانو په ګډون ۲۶ طالبان وژل شوي دي.

د هېواد لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې پر کندوز ښار د طالبانو د برید د فاع خبرې کوي چې د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد نن سهار ویلي و چې د دوی کسانو د تېرې شپې راهیسې پر کندوز ښار له څلورو لورو بریدونه پیل کړي دي.

هغه ادعا کړې چې په یاد برید کې تر اوسه لس پولیس وژل شوي او ډېر نور ټپیان دي او د کندز ښار ځينې برحې طالبانو نیولې دي.

مجاهد د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم کندوز ښار په تېرو څلورو کلونو کې دوه ځله د طالبانو له خوا سقوط شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.