ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نا امنيو د حيرتان او اقينې بندرونو کې د سوداګرۍ کچه ٢٠ سلنه ټيټه کړې

نا امنيو د حيرتان او اقينې بندرونو کې د سوداګرۍ کچه ٢٠ سلنه ټيټه کړې

author avatar
1 Sep 2019 - 16:30
نا امنيو د حيرتان او اقينې بندرونو کې د سوداګرۍ کچه ٢٠ سلنه ټيټه کړې
author avatar
1 Sep 2019 - 16:30

مزارشريف ( پژواک، ۱۰وږی، ۹۸) : بلخ کې سوداګرۍ خونه او عام سوداګر وايي چې د شمال  ولايتونو وروستيو نا امنيو او همدا راز په لويو لارو کې د طالبانو فعاليت په حيرتان او اقينې بندرونو کې د سوداګرې راکړې ورکړې کچه څه باندې ۲۰ سلنه راټيټه کړې ده.

دوی زياتوي، چې د مزار – شبرغان؛ مزار – بغلان او مزار – دره صوف پر لويو لارو وسله وال طالبان د سوداګريزو توکو محصول ټولوي او همدا راز يو شمېر تجارتي ټانکرونه له سړکونو څخه ښکته کوي او ځان سره يې بيايي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د وږي په ۱۰مه، پژواک ته وويل چې د وروستيو نا امنيو له امله په حيرتان او اقينې بندرونو کې د سوداګريزې راکړې ورکړې کچه څه باندې ۲۰ سلنه ټيټه شوې ده.

هغه زياتوي، ياد امنيتي وضعيت د بلخ په ګډون په ټولو شمالي ولايتونو کې د پانګونې پر برخې هم منفي اغېز کړی دی.

يونسي زياتوي، چې طالبان په ښکاره ډول د مزار – شبرغان؛ مزار – بغلان او مزار دره صوف پر لويه لار د سوداګريزو توکو محصول ټولي او همدا راز هره ورځ يو شمېر تجارتي ټانکرونه له سړکونو څخه کښته کوي او له ځان سره يې بيايي.

د نوموړي په خبره، د دې حالت په ليدو سره سوداګر هڅه کوي، چې خپل پېر او پلور راکم کړي او په دې ډول په تجارتي راکړه ورکړه کې کموالی راغلی دی.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس وايي، د سوداګريزو چارو پر وړاندې شته ستونزې يې د حکومتي مسوولينو تر غوږونو هم رسولي؛ خو په خبره يې چې تر اوسه يې د حل لپاره هېڅ ډول ګامونه نه دي پورته شوي.

سوداګر محمد ابراهيم غضنفر چې د بلخ سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي په ټاکنو کې يې برخه اخيستې، پژواک ته وويل چې د نا امنيو په زياتېدو سره په بازارونو کې د توکو نرخونه هم لوړ شوي دي.

نوموړی يې دليل د لويو لارو له امله د وارداتو په کچه کې کموالی په ګوته کوي.

هغه وويل: (( کله چې په لويو لارو طالبان له موټرو څخه محصول اخلي، ښکاره خبره ده چې واردات کمېږي او د وارداتو کمېدو سره هم مهاله په بازار کې د توکو نرخونه لوړېږي؛ ځکه چې زموږ ډېری اړتياوې په وارداتو پوره کېږي.))

غضنفر زياته کړه چې وروستيو نا امنيو سوداګر اندېښمن کړي او په خبره يې چې د ياد وضعيت ډېر زيان عامو خلکو ته رسېږي.

په ورته مهال د بلخ يو بل سوداګر بختيار بخت پژواک ته وويل، چې د لويو لارو په اوږدو کې له حکومت پرته د نورو ډلو له خوا محصول ټولول پر سوداګريزو چارو ډېره ناوړه اغېزه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.