شبرغان (پژواک،١٠ وږی ٩٨): په شبرغان کې د ګازو دوه څاګانې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۴۰ زره مترمکعب ګاز د تولید وړتیا لري د ۱۲ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت له بیارغونې وروسته نن ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ګازو دغه (۳۱ او ۳۷ نمبر) دوه څاګانې د شبرغان ښار په یتیم تاق سیمه کې موقعیت لري او نن (د وږي ۱۰مه) د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرستې نرګس نهان له خوا پرانیستل شوې.
نهان د یادو دوو څاګانو له پرانیستې وروسته وویل، هر یوه څاه چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ زره مترمکعب ګاز د استخراج وړتیا لري د ۱۲ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت بیارغول شوې دي.
هغې زیاته کړه: ((موږ په پام کې لرو چې په دې سیمه کې د ګازو په ځينو نورو څاګانو هم پانګونه وکړي او د ګاز د استخراج کچه لوړه او خپلو مستهلکینو ته په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.))
نوموړې وویل، ډېر ژور به د ۳۲ او ۳۶ نمبر څاګانو د بیارغونې بهیر داوطلبۍ ته وړاندې شي چې له جوړېدو وروسته به یې په یوه ورځ او شپه کې د ګازو د تولید وړتیا یومیلیون مترمکعب ته لوړه شي.
هغې زیاته کړه: ((زموږ هڅه داده څو وکولای شو د هېواد ترځمکې لاندې سرچینو باندې کار وکړو او له دې لارې ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړو.))
نوموړې زیاته کړه: ((په پام کې لرو چې د یتیم تاق سیمه د شبرغان ښار تر کمربند پورې اسفالت کړو او له امنیتي اړخه هم د کارکوونکو او انجنیرانو لپاره تدابیر ونیسو.))
دغه راز د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي په یادو مراسمو کې د یادو څاګانو په بیا رغونه خوښي څرګنده کړه او د کانونو وزارت له سرپرستې یې وغوښتل چې دغه ډول پروژې پراخې کړي.
هغه په جوزجان ولایت کې د شمال د هایدروکاربنونو د ریاست د کارکوونکو او انجنیرانو ستونزې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرستې سره شریکې کړې.
د جوزجان والي روښانه کړه چې ددې ادارې لږ تر لږه ۴۵۰ کارګر او انجنیران د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا تنقیص شوي او په ډېر ستونزمن حالت کې دي.
نوموړي د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرستې وغوښتل چې یادې موضوع ته توجه وکړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.
دغه راز هغه زیاته کړه، د خواجه ګوګردک او یتیم تاق سیمې ډېر ګازي سرچینې لري او باید د امنیت د ټینګښت لپاره یې یو کنډک په دنده وګومارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن