ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون  هېواد کې د بد امنیتي وضعیت په اړه  اندېښنه لري

د ټاکنو کمېسیون هېواد کې د بد امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه لري

author avatar
1 Sep 2019 - 16:28
د ټاکنو کمېسیون  هېواد کې د بد امنیتي وضعیت په اړه  اندېښنه لري
author avatar
1 Sep 2019 - 16:28

 کابل(پژواک،۱۰ وږی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بریالي ډول د هېواد پنځو ولایتونو ته د حساسو موادو د لېږد خبر ورکوي خو وايي چې په ځینو ولایتونو کې بد امنیتي وضعیت ددغه بنسټ لپاره ستره اندېښنه ده.

د ټاکنو له  مهال وېش سره سم ولایتي دفترونو ته د حساسو موادو لېږد د وږي په اتمه نېټه پیل او د وږي په ۲۲ مه پای ته رسېږي.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبېح الله سادات نن پژواک خبري اژانس ته د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، تر اوسه پنځو ولایتونو لکه هرات، فراه، بادغيس، پکتیکا او غزني ته حساس او روزنیز مواد لېږدول شوي دي.

هغه کندهار، زابل، نیمروز او هلمند ولایتونو ته د حساسو موادو د بسته بندۍ او لېږد خبر ورکړ او ویې ویل، ځينې دغه مواد نن او یو شمېر نور سبا یادو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

 نوموړي ولایتونو ته د حساسو موادو د لېږد په اړه وویل، تر اوسه د لېږد په بهیر کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

سادات د هېواد د بد امنیتی وضعیت په اړه وویل، ددغه بنسټ یوه ستره اندېښنه په هېواد کې د امنیتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه ده.

 دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وړمه شپه له درېیو لورو پر کندوز ښار ډله ییز بریدونه وکړل او د ښار ځینو مرکزي سیمو ته هم د ننه شول، خو وروسته د امنیتي سرتېرو له قوي مقاومت سره مخ شول او د تېرې ورځې تر مازیګره له یو شمېر سیمو شاتګ ته اړ شول.

دغه راز د ولایتي شورا ځینې غړي ادعا کوي چې طالبانو تېره شپه ۲:۰۰ بجې پر پلخمري ښار برید کړی او د ولایت ودانۍ تر یو کیلومترۍ نږدې شوي، خو د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې د پلخمري ښار په څنډو کې د طالبانو بریدونه افغان ځواکونو دفاع کړي او وسله وال مخالفین د امنیتي سرتېرو له خوا کلابند دي.

سادات په ډاګه کړه: ((له بده مرغه چې همدا اوس د هېواد په څو ولایتونو کې وسله وال مخالفین له افغان امنیتي سرتېرو سره په جګړه بوخت دي او موږ ددې وضعیت له امله اندېښمن یو چې ولایتونو او د رایې ورکولو مرکزونو ته به حساس او غیر حساس مواد پر ټاکلي وخت ونه رسېږي.))

 هغه دې ته په اشاره چې د هېواد پر امنیتي سرتېرو بشپړ باور لري چې دغه ستونزې کابو کوي وویل، امنیتي سرتېرو ژمنه کړې چې وروستۍ هڅه وکړي چې حساس او غیر حساس توکي پر ټاکلي وخت ولېږدوي او د ټاکنو د ورځې امنیت په ښه ډول وساتي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې به چې ټاکل شوې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شي د ملي يووالي حکومت د مشرانو په ګډون ۱۷ کسان سیالي وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.