ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې لس وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې لس وسله وال وژل شوي

author avatar
1 Sep 2019 - 17:08
ننګرهار کې لس وسله وال وژل شوي
author avatar
1 Sep 2019 - 17:08

جلال اباد(پژواک،۱۰ وږی ۹۸):د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت سره رود ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال د ماين جوړولو يو مرکز کشف او دغه راز يې لس وسله وال مخالفين وژلي دي.

په دغې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګډو ځواکونو له لوري عمليات روان دي چې ګڼ کلي د وسله والو له فعاليته پاک شوي او تر دې وړاندې هم يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۱۰مه پژواک اژانس ته وويل، د سره رود (سرخرود) ولسوالۍ  باغوانۍ سيمه کې د روانو عملياتو په لړ کې تېره ورځ د هوايي بريدونو په ترڅ کې لس وسله وال مخالفين وژل شوي.

هغه زياه کړه، د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو او مهماتو له يوه مرکز څخه ١١ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، ٧٣ د ماينونو پټاقۍ، ٧ د ماينونو ريموټونه، سل متره د ثانيه سوز پلته او نور توکي ترلاسه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، وسله والو د بړيني په سيمه کې له يوه جومات څخه د مهماتو د زېرمې په توګه کار اخيسته، چې په همدې ځای کې يې ماينونه جوړول او جلال اباد ښار او نورو سيمو کې يې چاودنې کولې.

خوږياڼی وايي، د سره رود ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې همدا مهال د امنيت ټينګښت په موخه د نويو پوستو ايجادولو او امنيتي مسوولينو ځای پر ځای کېدنه پيل شوې، چې له امله به يې په سيمه کې دايمي ثبات رامنځته شي.

بلخوا په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند جګړن محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل، په يادو عملياتو کې چې له يوې اوونۍ روان دي، لسګونه کلي له وسله والو پاک شوي او يو شمېر وسلې او مهمات هم د عمليات کوونکو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

هغه وايي، عمليات د ملي اردو په مشرۍ، د عامه نظم او سرحدي ځواکونو او يو شمېر نورو ځواکونو له لوري مخته روان دي.

د قول اردو وياند وايي، هغه سيمې چې له وسله والو څخه پاکېږي د تازه دمو سرتېرو پوستې په کې جوړېږي او دغه راز ولسي پاڅوانوال هم ځای پرځای کېږي.

هغه وايي، د دغو عملياتو موخه له وسله والو د سيمو پاکوالی او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د زمينې برابرول دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.