ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې به ۶۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شي

کندهار کې به ۶۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شي

author avatar
1 Sep 2019 - 11:41
کندهار کې به ۶۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شي
author avatar
1 Sep 2019 - 11:41

کندهار (پژواک، ۱۰ وږی ۹۸): چارواکي وايي، د تعلیمي کال له پیل سره جوخت به په کندهار کې ۶۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شي.

د کندهار په ګډون په ګرمسېر ولایتونو کې تعلیمي کال د روانې میاشتې (د وږي په ۱۵مه) پيل کېږي.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نوي ښوونیز کال په درشل کې یې نه یوازې د نوو زده کوونکو د جذب لړۍ پيل کړې، بلکې د ښوونکو د تشکیل د کمښت د پوره کولو په موخه یې د ښوونکو د ګومارلو لړۍ هم پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه، سږنی ښوونیز کال به په ټول کندهار کې ۶۰ زره نوي زده کوونکي (نجونې او هلکان) ښوونځیو ته جذب شي چې دا د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېره شمېره ده.

دی وايي، د پوهنې ریاست ژمن دی چې ټولو زده کوونکو ته به د زده کړې مناسب چاپېریال برابروي او په دې برخه کې شته ستونزې به هواروي.

نوموړي وویل، سر له اوسه یې د ښوونکو د تشکیل د کمښت د پوره کولو په موخه د حق الزحمې په بدل کې د ښوونکو د ګومارلو لړۍ پيل کړې ده.

صميمي وايي، تر دې مهاله څو ازموینې اخیستل شوي او سلګونه ښوونکي ګومارل شوي او تمه ده چې تر راتلونکو ورځو به ۲۵۰۰ نارینه او ښځینه لسانس ښوونکي پر دندو وګوماري.

د کندهار د پوهنې ریاست د شاوخوا ۴۸۰۰ ښوونکو تر څنګ زرګونو نورو ښوونکو ته اړتیا لري چې په دندو یې وګوماري خو اوسمهال یې سلګونه کسان د حق الزحمه او خدمتي ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

صمیمي بله ستونزه د کتابونو د کمښت یاده کړه چې دوی یې د پوره کولو هڅې پيل کړې دي.

د پوهنې رييس وايي، د یوې مرستندویې ادارې په همکاري یې شاوخوا ۳۵۰ زره تدریسي کتابونه تر لاسه کړي، خو دا بسنه نه کوي او لسګونو زره نورو کتابونو ته اړتیا ده.

د ده په وینا، له ښه مرغه په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د نوو چاپ شوو درسي کتابونو د وېش لړۍ پيل کړې چې شمېر یې ۱۲ میلیونه او ۲ سوه زره ټوکه ته رسېږي.

صميمي وايي، په دغو کتابونو کې کندهار ته هم ونډه ورکړل شوې چې په تر لاسه کولو به یې د کتابونو د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي چې زده کوونکي ورسره له کلونو راهیسې مخامخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.