د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​ په شبرغان کې د ګازو دوه څاګانې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

​ په شبرغان کې د ګازو دوه څاګانې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

Sep 01, 2019 - 19:16

شبرغان (پژواک،١٠ وږی ٩٨): په شبرغان کې د ګازو دوه څاګانې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۴۰ زره مترمکعب ګاز د تولید وړتیا لري د ۱۲ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت له بیارغونې وروسته نن ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ګازو دغه (۳۱ او ۳۷ نمبر) دوه څاګانې د شبرغان ښار په یتیم تاق سیمه کې موقعیت لري او نن (د وږي ۱۰مه) د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرستې نرګس نهان له خوا پرانیستل شوې.

نهان د یادو دوو څاګانو له پرانیستې وروسته وویل، هر یوه څاه چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ زره مترمکعب ګاز د استخراج وړتیا لري د ۱۲ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت بیارغول شوې دي.

هغې زیاته کړه: ((موږ په پام کې لرو چې په دې سیمه کې د ګازو په ځينو نورو څاګانو هم پانګونه وکړي او د ګاز د استخراج کچه لوړه او خپلو مستهلکینو ته په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.))

نوموړې وویل، ډېر ژور به د ۳۲ او ۳۶ نمبر څاګانو د بیارغونې بهیر داوطلبۍ ته وړاندې شي چې له جوړېدو وروسته به یې په یوه ورځ او شپه کې د ګازو د تولید وړتیا یومیلیون مترمکعب ته لوړه شي.

هغې زیاته کړه: ((زموږ هڅه داده څو وکولای شو د هېواد ترځمکې لاندې سرچینو باندې کار وکړو او له دې لارې ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړو.))

نوموړې زیاته کړه: ((په پام کې لرو چې د یتیم تاق سیمه د شبرغان ښار تر کمربند پورې اسفالت کړو او له امنیتي اړخه هم د کارکوونکو او انجنیرانو لپاره تدابیر ونیسو.))

 دغه راز د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي په یادو مراسمو کې د یادو څاګانو په بیا رغونه خوښي څرګنده کړه او د کانونو وزارت له سرپرستې یې وغوښتل چې دغه ډول پروژې پراخې کړي.

هغه په جوزجان ولایت کې د شمال د هایدروکاربنونو د ریاست د کارکوونکو او انجنیرانو ستونزې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرستې سره شریکې کړې.

د جوزجان والي روښانه کړه چې ددې ادارې لږ تر لږه ۴۵۰ کارګر او انجنیران د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا تنقیص شوي او په ډېر ستونزمن حالت کې دي.

نوموړي د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرستې وغوښتل چې یادې موضوع ته توجه وکړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.

دغه راز هغه زیاته کړه، د خواجه ګوګردک او یتیم تاق سیمې ډېر ګازي سرچینې لري او باید د امنیت د ټینګښت لپاره یې یو کنډک په دنده وګومارل شي.

د نوموړي په خبره جوزجان ولایت ډېرې طبیعي سرچینې لري، یانې له ګازو سربېره د لوړ کیفیت لرونکي کافي سمنټ هم لري.

د کانونو او پټرلیم وزیرې د جوزجان والي ته وویل، ددغه وزارت د تنقیص شوو کارکوونکو د ستونزو د حل لپاره به اقدام وکړي.

د افغان ګاز د تصدۍ ریاست د ګازو د پایپ لاین مسوول انجنیر محمد ایوب نیوند وویل، پرانیستل شوې ژورې څاګانې کولای شي په یوه شپه او ورځ کې ۲۴۰ زره مترمکعب ګاز استخراج کړي.

هغه روښانه کړه، ددغې څاه له استخراج شوي ګاز څخه په شبرغان ښار کې د بیات ګروپ د برېښنا د توربین استیشن د سوخت او په مزار شریف کې د جت ګیلاس د ښیښه جوړولو په فابریکه کې مصرفېږي.

نیوند زیاته کړه، ډېر ژر به د بیات ګروپ ګازي توربینونه فعالیت پیل کړي چې په لومړۍ مرحله کې به ۴۲ میګاواټ برېښنا تولید کړي چې د فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو لپاره بسنه کوي.

هغه دغه راز وویل، وروسته به په دویم فاز کې د برېښنا تولید ۱۰۰ مېګاواټ ته زیات شي او په درېیمه مرحله کې به ۲۰۰ مېګاواټو ته لوړ شي.

نیوند روښانه کړه:((که د ګازو د صادراتو او پلور له مخې د ګازو بیه اندازه کړو د زر مترمکعب ګاز بیه په نړیوال ستندرد ۱۲۰ ډالر ثابت شوی دی، نو ځکه موږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د ګازو غنې زېرمې په واک کې لرو.))

د یتیم تاق کاري ټېم یوه مسوول انجنیر محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې د ترسره شوې سروې له مخې لږ تر لږه شپوږ میلیارد مترمکعب ګازي زېرمې موجودې دي.

هغه روښانه کړه، کلونه مخکې روسانو په دې سیمه کې د ګازو د استخراج لپاره برمه کاري پیل کړې وه چې وروسته افغان کارګرو او انجنیرانو دوام ورکړ.

هغه وویل، دوه ژورې څاګانې چې نن ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې ۲۷۰ متره د روسانو له خوا برمه کاري شوې وې او کارونه یې د ځنیو ستونزو له مخې نیمګړي پاتې و او وروسته یې کار تېر کال د چینايي انجنیرانو له خوا بشپړ شو.

دا په داسې حال کې ده چې په جوزجان ولایت کې د ګاز ۱۳۶ ژورې څاګانې موجودې دي چې ګازي زېرمې یې ۱۰۰ میلیار مترمکعب اټکل شوی دی، همدا اوس له ۴۰ څاګانو ګاز استخراجېږي چې د شبرغان ښار اوسېدونکې ترې د کورونو به روښانولو او د مزارشریف ښار د کیمیاوي سرې په فابریکه کې ترې ګټه اخلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan