ترينکوټ (پژواک، ١٠ وږى ٩٨) : د اروزګان د روغتيايي چارو مسوولين وايي چې په مرکز ترينکوټ او چورې ولسوالۍ کې د ګوزڼ دوه تازه پېښې ثبت شوې دي.
د عامي روغتیا ریاست د واکسین د برخې مسوول سیف الدین بارک د وږي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې لومړی ګوزڼ وهلی ماشوم غازي الله نومېږي او د ترينکوټ اړوند د مهراباد سیمې اوسېدونکی دى او دوه نيم کاله عمر لري.
هغه زياته کړه چې بله تازه ثبت شوې پېښه بيا ددغه ولایت چورې ولسوالۍ د سراب سیمې کې ثبت شوې، چې هغه هم شپږ میاشتنی روح الله دى.
نوموړی د یادو پیښو لامل په سیمه کې له تېر يونيم کال راهیسې د طالبانو له خوا پر یاد واکسین بنديز بولي.
بارک وايي، ددغه ولایت ١٤٠ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي له تېر يونیم کال راهیسې نه دي واکسین شوي.
هغه ګواښ کوي که د واکسین تطبیق ته اجازه ورنه کړل شي، نو بدې پایلې به ولري.
اروزګان کې د ګوزڼ وایروس د دو نوو پېښو ثبتېدو سره په دغه ولایت کې د یاد وایروس وهلو ماشومانو شمېر اوو ته لوړ شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن