ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د برېښنايي ازموينې انلاين مرکز فعاليت پيل کړ

په خوست کې د برېښنايي ازموينې انلاين مرکز فعاليت پيل کړ

author avatar
2 Sep 2019 - 20:26
په خوست کې د برېښنايي ازموينې انلاين مرکز فعاليت پيل کړ
author avatar
2 Sep 2019 - 20:26

خوست ښار (پژواک، ۱۱ وږی ۹۸): په خوست کې د لومړي ځل لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو په رياست کې د برېښنايي ازموينې مرکز فعاليت پيل کړ.

د برېښنايي ازموينې دغه مرکز ته د ملکه ثريا د برېښنايي ازموينې نوم ورکړل شوی دى.

دغه مرکز چې نن (د وږي ۱۱مه) د خوست والي او له مرکز کابل څخه د څو تنو راغلو چارواکو له خوا پرانيستل شو، موخه يې په دولتي ادارو کې د اداري فساد مخنيوی او د شفافيت رامنځته کېدل ښودل شوي دي.

د افغانستان د ملکي خدمتونو او د اداري اصلاحاتو کمېسيون د دارالانشاء عمومي رئيس ضيا احمد عبدالرحيمزی وایي، دې سره به د واسطو هغه لړۍ پای ته ورسيږي چې د مقررۍ پرمهال چارواکو ته کېدې.

هغه چې د دې مرکز د پرانيستې پرمهال يې رسنيو سره خبرې کولې، وويل، له کابل، کندهار او ننګرهار څخه وروسته خوست د هېواد په کچه څلورم ولايت دی چې د برېښنايي ازموينې مرکز په کې پرانيستل کېږي.

دی وايي: ((په اداري اصلاحاتو باندې کله هم باور نه و موجود، سوالونه خرڅېدل، بستونه به خرڅېدل، په پارچو کې به ګوتې وهل کېدې، خو اوس دا کارونه هيڅ شوني نه دي. پخوا به شپږو مياشتو او يا کال کې نتايج اخيستل کېدل، خو دغه ځوانان چې نن ازموينه ورکوي، دوه ساعته وروسته خپله نتيجه بېرته اخلي.))

د چارواکو په وينا، د برېښنا ازموينې په دې مرکز کې د درېيم او څلورم بستونو لپاره ازموينه اخيستل کېږي او نن د لومړي ځل لپاره د عدليې رياست د ۶ خالي بستونو لپاره ۲۶ کسانو انلاين ازموينه ورکړه.

په همدې حال کې د خوست والي محمد حليم فدايي هم وايي، دې سره به له يوې خوا په دولتي ادارو کې د شفافيت د رامنځته کېدو او د اداري فساد د مخنيوي ترڅنګ حق حقدار ته ورسيږي.

هغه وايي: ((دغه ډول سيستمونه زموږ په پرېکړو کې عدالت رامنځته کوي. د يو چا استخدام يو تصميم دی، په ځانګړي ډول دولتي ادارو کې او دغه تصميم چې عادلانه وي، د ولس باور په نظام باندې زياتيږي.))

بل خوا هغو کسانو چې نن يې په دې مرکز کې ازموينه ورکوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د دې پروسې په شفافيت پوره باور لري او هغه کسان چې دلته ازموينه ورکوي، د وړتيا له مخې به په اړوندو دندو ګومارل کيږي.

عصت ځاځی چې يو له دغو کسانو څخه دی او د خوست د عدليې رياست د قضاياوو د ثبت بست لپاره يې ازموينه ورکوله، پژواک اژانس ته په دې اړه وويل: ((دا د شفافيت پروسه ده، دلته هر څوک چې امتحان ورکوي، د واسطو لپاره ورته هيڅ ضرورت نشته چې وزيرانو او وکيلانو پسې منډې ووهي، نو باوري يو چې دا پروسه ډېره شفافه ده.))

د شنونکو په باور، که دا پروسه د هېواد په نورو ولايتونو کې هم پيل شي، نو د خلکو هغه بې باوري د استخدام په برخه کې يې دا مهال په حکومت لري، تر يوه بريده راکمه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.